له څه مودې ځنډ وروسته د نړۍ مشهور فوټبال لیګونه بیا پیلیږي

فضل الله فضلي
د سږني فصل لالیګا، بونډس لیګا، پریمیر لیګ او سیر ای لیګونه په راتلونکې عیسوي میاشت کې د رخصتیو وروسته بیا پیلیږي.
د نړۍ دا مشهور څلور لیګونه د جرمني، انګلستان، هسپانيې او ایټالیا هیوادونو پوري تړوا لري.
لالیګا لیګ د روان عیسوي کال د اګسټ پر ۱۶مه ڼېته د بارسلونا او اتلاتیک کلب په لوبې سره پیلیږي.
ددې لیګ په لومړۍ اونۍ کې په ټول ټال لس لوبې ترسره شي.
لالیګا د نړۍ تر ټولو مشهور ترین لیګ دی، چې په هسپانيې هیواد کې هر کال ترسره کیږي.
په دې لیګ کې د یاد هیواد شل کلبونه یو د بل خلاف سره لوبیږي، چې بارسلونا، ریال مادرید، اتلاتیک و مادرید او نور یې د مشهور کلبونه دي.
دا لیګ له نن څخه ۹۰ کاله مخکې رامنځ ته شوی، چې تر ټولو ډېره اتلولي یې د ریال مادرید کلب لري او د تېر کال اتلولي د بارسلونا کلب وګټله.