احمد مسعود
د اسپانيا کوپادلري کپ سياليو په نيمه پايلوبه کې د بارسلونا فوټبال ټيم نن شپه پر 12:30 دقيقي د رئال مادرید فوټبال ټیم کوربتوب په خپل کورني لوبغالي نيوکمپ کې کوي.

د بارسلونا فوټبال ټيم د کوپادلري کپ په سياليو کې په دې وروستيو شپږو کلونو کې په نيوکمپ فوټبال لوبغالي کې هيڅ لوبه نه ده بللي.شپږ کاله مخکې يې په 2013م کال کې يې لوبه رئال مادرید ته 1-3 بايللې وه. په دغه لوبه کې د رئال مادرید لپاره دوه ګولونه د رئال مادرید پخواني لوبغاړي رونالډو وهلي وه.

د بارسلونا فوټبال ټيم تر دغي ماتي وروسته په خپل کور کور کې تر اوسه 19 لوبي کړي چې 18 لوبي يې ګټلي او يوه لوبه يې له اتلتيکومادريد مادرید سره مساوي کړي چي په دغه دوره کې د بارسلونا فوټبال ټيم 89 ګولونه وهلي او د 13 ګولونو لپاره يې د ګول دروازه خلاصه سوي.

د بارسلونا فوټبال ټيم او د رئال مادرید فوټبال ټیم چې کله هم سره مخ سوي د فوټبال په نړي کې يې خپل د لوبي مينوال پر دوو برخو باندې ويشلی دي چي د فوټبال په نړۍ کي د بارسلونا فوټبال ټيم او د رئال مادرید فوټبال ټیم مينوال تر بل هر ټيم زيات شمېرل کېږي