د هسپانیا لالیګا فوټبال لیګ کې نن دمه ده او سبا جمعه بیا پیلیږي
د هسپانیا د فوټبال لیګ سیالۍ د ۲۰۱۸ م کال له ډېسمبر میاشتې راهیسې روانې دي او د ۲۰۲۰ م کال تر می میاشت پورې دوام کوي.
د هسپانیا د لالیګا فوټبال لیګ د بارسلونا لوبډلې په لومړي مقام لا هم دوام لري، په دې فوټبال لیګ کې ټولې شل لوبډلې شاملې دي، چې د نړۍ پیاوړي فوټبال لوبغاړي پکې ګډونوال دي.
په دې لیګ کې د شپاړسم پړاو یا راونډ سیالۍ پای ته رسېدلي دي او د اوولسم پړاو یا راونډ سیالۍ یې د جمعې په ورځ یعنې د ډېسمبر په ۱۳ مه نېټه دوام پېدا کوي.
د جمعې په ورځ لېګانس لوبډله د الاوېس پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
تر دې دمه بارسلونا لوبډله په دې لیګ کې مخکښه ده.