پاکستان له لس کلن انتظار وروسته د نړیوالې ټېسټ سیالۍ کوربه دی

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د راولپنډۍ لوبغالی کې لومړنۍ ټېسټ لوبه روانه ده. تېرو لسو کلونو کې دا لومړۍ ځل دی چې پاکستان د نړیوالې ټېسټ لوبې کوربه ده.

له دې وړاندې د ا گست په میاشت کې سریلانکايۍ لوبډله اعلان وکړه چې پاکستان ته سفر نه کوي، خو وروسته د دغه هېواد کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې لوبډله يي یوازې محدودو اورونو لوبو لپاره پاکستان ته سفر کوي خو دغه هېواد کې به ټېسټ لوبه نه کوي.

د سریلانکا د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې په غبر گون کې پیاوړو لوبغاړو پاکستان ته سفر څخه نټه وکړه او سریلانکا اړ شو نوي او بې تجربه لوبغاړي پاکستان ته واستوي، چې دغه بې تجربه لوبغاړي وتوانېدل د پاکستان لوبډله په پاکستان کې شل اوریزو لوبو کې کلین سویپ کړي.

سریلانکایۍ لوبډله بېرته خپل هېواد ته ستنېدو څخه وروسته نړیوالو لوبډلو او لوبغاړو لپاره د پاکستان امنیت د ډاډ وړ وبلله چې له همدې امله سریلانکا په پاکستان کې د ټېسټ لوبې لپاره هم غاړه کېښوده.

سریلانکایۍ لوبډله به د پاکستان په وړاندې دوه ټېسټ لوبې کوي، چې لومړۍ ټېسټ لوبه يي پرون د راولپنډۍ په لوبغالی کې پیل شوې او دوهمه لوبه به د ډسمبر په ۱۹مه کراچۍ ښار کې ترسره شي.