پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا خلاف ټېسټ سیالۍ ته د پوره چمتو والي خبر ورکړ
اظهر غلی وایې د سریلانکا لپاره پوره چمتوالې لرو
ولید (خپلواک)
د پاکستان د ټیسټ لوبو نوی کپتان (اظهر علی) خپلې څرګندونې وکړي نوموړي د استراليا د سفر ورسته ترسختو نیوکو لاندې دی اظهر وایې مونږ ځوانو لوبغاړو ته ډیر چانس ورکړ او دا به د دوۍ په راتلونکي ښه اغیز ولري.
د پاکستان سفر استراليا ته حیرانوونکی ځکه و چې تش لاس یې پاکستان خپل کورته راوليږه، او بیا پري پاکستانې مبصرینو او مينوالو توندې نیوکې وکړي. اوس سریلانکا کرکټ ملي لوبډله غواړي چې د همدي میاشتې په ۱۱ نيټه پاکستان هيواد ته د دوو ټیسټ لوبو لپاره راشي، اظهر وایې د سریلانکا لوبډلې لپاره پوره چمتوالې لري، اظهر د خپلې توپ وهنې په اړه وویل زه ترهغه اندازي پوري اندیښمن نه یم چې توپ ولې زما پربیټ نه راځې یا کله چې په میدان کې یم زما فوټ ورک کار نه کوي.
بدبختانه زه ډیرو منډو ته اړتیا لرم اما له ما څخه نه کیږي یو کیپتان هم نه غواړي چې لوبډله په ستونزو کې پريږدي خو ځنې وخت د تقضا خلاف لوبه ترسره کيږي د استراليا د لوبو بایللو عمده ستونزه همدا وه چې زماڅخه ښه توپ وهنه ونه شوه،مونږ پوره خواري کوو خپل زهنونه تازه ساتو ترڅو په راتلونکی کې ښه لوبې ننداري ته وړاندې کړو، د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه به د ډیسمبر پر ۱۱ د پاکستان په کوربتوب په راولپینډۍ کې او دوهمه ټیسټ لوبه به یې د ډیسمبر پر ۱۹ نيټه په کراچۍ کې ترسره شي.