پخوانی نیوزیلنډی کرکټر د انګلستان لوبډلې مشاور ګمارل شوی

ولید (خپلواک)

 د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې نیوزلنډی (جیان پټيل) به یې د لوبډلې سره د سپين بالینګ په برخه کې مشاور او همکار پاتې شي، (پټیل) اصلې د نيوزلنډ اوسیدونکی دی، په کال (۱۹۸۰)م کې د نيوزلنډ په ویلينګټن ښار کې زیږیدلې دی،۳۹ کال او ۲۱۳ ورځي عمر لري.

 پټیل د نيوزلنډ لپاره پخوانی سلو توپ اچونکی و، انګلستان کرکټ ملي لوبډله غواړي چې خپل سپین بالینګ نور هم پیاوړي کړي، د دي څخه مخکې د نیوزلنډ په دغه تیر سفر کې پټیل د انګلستان د توپ وهنی په برخه کې روزنه ترسره کوله او اوس یې د سلو بالینګ مشاور ټاکلی،

(جيان پټیل) به دانګلستان لوبډلې سره د جنوبي افریقا او د سریلانکا په سفرونو کې ملګری وي، هغه به د ډیسمبر پر ۲۴ نیټه د انګلستانۍ لوبډلې سره یو ځای شي.