نیوزیلنډی تجربه کاره لوبغاړی: خوښ یم چې د آی پي ایل یوې مخکښه لوبډلې دنده راکړې

ولید خپلواک

 د نیوزلنډ کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی سوکه توپ اچونکي ( ایش سعوډي) د راجستان رایلز لپاره د سلو توپ اچونې مشاور یا همکار وټاکل شو. د نوموړي د ټاکل کېدو سره نوموړي خپله بې سارې خوښي هم څرګنده کړې ده. ایش سعوډي د نیوزیلنډ یو له تجربه کاره لوبغاړو ګڼل کیږي.

 نیوزلنډې لیګ سپينر ایش د رایلز د سپين بالینګ د کوچ (سیرج بهاتولي) اودجیک لش مککرم سره کار کولو لپاره چمتو شوی.

 ایش په دوه فصلونو کې د هندوستان په لیګ کې د راجستان لوبډلې لپاره سوکه توپ اچونه کړې ده،  هغه په ۲۰۱۸ م کال او ۲۰۱۹ م کال کې راجستان سره یو ځای شو.

 ایش د راجستان لپاره په راتلونکي ۲۰۲۰ م کال کې د توپ اچونې ترڅنګ د سپين بالینګ مشاور هم ټاکل شوی و.

 هغه ته د راجستان لخوا دعوت ورکول شو او سمدلاسه یې قبول کړ.

 ایش وویل زه ډیر خوشاله يم چې د راجستان د سپین بالینګ یوه برخه او د سپین بالینګ مشاور هم شوم ما پر دغه پرېکړه ډېر سوچ ونه کړ ځکه زه لا د مخه د راجستان لوبډلې سره بلد وم.

 مونږ سره په لوبډله کې د هندوستان سوکه توپ اچونکی  مایانک مارکینډي ، پیاوړي لوبغاړي دي او نور انیرود جوشي ، یاشسوي جاسوال او ماهیپال لمور – د رویالز نور سپن انتخابونه دي.