په روان نړیوال جام کې مخکښه لوبډلې

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام اوس مهال په انګلستان او ويلز کې روان دى، چې ٣٥ لوبې پکې ترسره شوي دي. راځئ چې يو نظر په هغه کسانو واچوو، چې تر دې دمه مخکښ روان دي.

مخکښې لوبډلې:

که د نړيوال جام د نومرو د کتار خبره وشي، نو په دې برخه کې اسټراليا د ١٢ نومرو سره د کتار په سر کې ولاړه ده، همدا راز ورپسې د هند لوبډله ده، چې ١١ نومرې لري او په دويم مقام ده، بيا نيوزيلېنډ او انګلستان لوبډلې دي او د افغانستان لوبډلې تر دې مهاله پورې کومه لوبه نه ده ګټلې، نو هېڅ نومره يې نه ده ترلاسه کړې.

همدا راز تر ټولو زياتې منډې چې په يوې پاڼۍ کې د يوې لوبډلې له خوا ترسره شوي دي، هغه انګلستان ترسره کړي دي او ٣٩٧ منډې دي.

په لوړ توپير بيا ماتې افغانستان خوړلې ده، افغانستان چې له انګلستان سره لوبه ترسره کړه نو انګلستانۍ لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ١٥٠ منډو په توپير ماته ورکړه.

د لوبو د ګټلو په برخه کې بيا د هند لوبډله ښه روانه ده، يادې لوبډلې تر دې مهاله پورې هېڅ لوبه نه ده بايېللې. همدا راز تر ټولو زياتې منډې په يوه لوبه کې بيا ٧١٤ شوي دي، چې د اسټراليا او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ په يوه لوبه کې دغه زياتې منډې شوي دي.

تر دې مهاله پورې په روان نړيوال جام کې ٢٦٥ شپږيزې وهل شوي دي او همدا راز توپ اچوونکو بيا ٤٦٥ لوبغاړي سوځولي دي.

انفرادي توپوهنه:

که د انفرادي توپوهنې خبره وشي، نو د اسټراليا ډيويډ وارنر بيا هغه لوبغاړى دى چې تر ټولو زياتې منډې يې په يوازې ځان کړي دي. نوموړي تر دې مهاله پورې ٥٠٠ منډې پوره کړي دي، چې په روان جام کې دا تر ټولو زياتې منډې دي، همدا راز تر هغه وروسته بيا ارون فنچ ٤٩٦، شکيب الحسن ٤٧٦، جوروټ ٤٣٢ او د نيوزيلېنډ کين ويليمسن ٤١٤ منډې کړي دي.

که په يوه لوبه کې د زياتو خبره وشي، نو دلته هم د اسټراليا ډيويډ وارنر تر ټولو نمبر وړى دى، هغه په يوه لوبه کې ١٦٦ منډې کړي دي. تر هغه وروسته بيا د انګلستان جېسن راى ١٥٣، د اسټراليا ارون فنچ ١٥٣، د انګلستان اوين مورګن ١٤٨ او د نيوزيلېنډ کين ويليمسن هم ١٤٨ منډې په يوازې ځان په يوه لوبه کې کړي دي.

د توپوهنې ښه اوسط بيا د کين ويليمسن سره دى، چې هغه په ١٣٨.٠٠ اوسط باندې لوبه کړې ده. همدا راز شکېب الحسن ٩٥.٢٠ اوسط، روهيت شرما ٨٤.٢٠ اوسط، ډيويډ وارنر ٨٣.٣٣ اوسط او جوروټ په ٧٢.٠٠ اوسط باندې لوبه کړې ده.

انفرادي توپ اچوونه:

د توپ اچوونې په برخه کې بيا تر ټولو زياتې ويکټې د اسټراليا مچل سټارک اخيستي دي، نوموړي تر دې مهاله پورې ١٩ لوبغاړي سوځولي او د توپ اچوونکو په برخه کې په لومړي مقام دى. تر ده وروسته د انګلستان جوفرا ارچر ١٦، د پاکستان محمد عامر ١٦، د نيوزيلېنډ لوکي فيرګوسن ١٥ او د انګلستان مارک ووډ بيا ١٣ لوبغاړي سوځولي دي.

په يوه لوبه کې ښه توپ اچوونه بيا د بنګله دېش د شکېب الحسن له خوا ترسره شوې ده، نوموړي په يوه لوبه کې د ٢٩ منډو په ورکولو سره ٥ لوبغاړي سوځولي دي. همدا راز محمد عامر بيا د ٣٠ منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي سوځولي دي، جيمي نيشان بيا ٣١ منډو په بدل کې ٥ ويکټې اخيستي، جېسن بيهرنډورف بيا ٤٤ منډو په بدل کې او مچل سټارک د ٤٦ منډو په بدل کې پنځه پنځه لوبغاړي سوځولي دي.

د توپ اچوونې په برخه کې بيا ښه اکانومي د هند محمد شامي لري، د هغه اکانومي ٣.٤٦ ده. همدا راز کيمار روچ ٣.٦٥، ډواين پيټريوس ٣.٩٤، ويجى شنکر ٤.١٢ او کلديپ يادو بيا ٤.٤٠ اکانومي لري.

د يادونې وړ ده چې د ٢٠١٩ نړيوال جام لوبې لا پاتې دي، نو په دې ټولو ريکارډونو يا مخکښانو کې به حتمي بدلون راځي، چې د لومړي پړاو ختمېدو سره سم به يو ځل بيا ستاسو سره د نړيوال جام مخکښان شريکوو.