په نړیوال جام کې د افغانانو هیلې بیا له خاورو سره خاورې شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه ډېره جالبه وه چې په وروستي اور کې شپږ منډې پکار وې، ګلبدين نايب اور ترسره کوه او عماد وسيم د وروستي اور په څلورم توپ څلوريزه ووهله او افغان لوبډلې ته يې په ٣ ويکټو ماته ورکړه.

د نړيوال جام په ترڅ کې افغانستان نن خپله اتمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړه. د لوبې پچه افغان لوبډلمشر ګلبدين نايب وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

که څه هم ګلبدين نايب او رحمت شاه ښه توپوهنه پيل کړه، خو افغانستان ٢٧ منډې کړې وې چې ګلبدين نايب خپله ويکټه له لاسه ورکړه. نوموړي يوازې ١٥ منډې وکړې، همدا راز حشمت الله شهيدي هم بې د کومې منډې جوړولو وسوځېده او افغانستان په ٢٧ منډو دوه ويکټې له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره اصغر افغان او اکرام عليخېل ښه ملګرتيا وکړه، دواړو د افغانستان منډې ١٢١ ته ورسولې، چې دغه مهال اصغر افغان هم وسوځېده، نوموړي ٤٢ منډې وکړې، چې ٢ شپږيزې يې هم وهلې وې.

د افغانستان په مجموعي ١٢٥ منډو اکرام عليخېل هم وسوځېده، هغه ٢٤ منډې کړې وې.

نجيب الله ځدراڼ هم ښه توپوهنه وکړه او ٤٢ منډې يې جوړې کړې، همدا راز رحمت شاه ٣٥، سميع الله شينواري ١٩ ناسوځېدلې، محمد نبي ١٦، راشد خان ٨، مجيب الرحمان ٧ ناسوځېدلې او حميد حسن يوه منډه ترلاسه کړه.

د پاکستان له خوا بيا شاهين شاه اپريدي ٤ ويکټې ترلاسه کړې، عماد وسيم او وهاب رياض دوه دوه لوبغاړي وسوځول او يوه ويکټ شاداب خان هم واخيسته.

پاکستان د ياد هدف په تعقيب کې لوبه پيل کړه، خو د لومړي اور په دويم توپ باندې مجيب الرحمان د فخر زمان ويکټ واخيسته او پاکستان ته يې لومړى تاوان ورساوه.

تر هغه وروسته امام الحق او بابر اعظم د ٧٢ منډو ملګرتيا وکړه، خو دواړه محمد نبي اوټ کړل او پاکستان يې له ستونزو سره مخ کړ. امام ٣٦ او بابر ٤٥ منډې کړې وې.

د افغانستان مخکښ او تېز توپ اچوونکي حميد حسن يوازې دوه اورونه ترسره کړل او له هغه وروسته يو ځل بيا ټپي شو، چې له لوبې بهر کېناسته. دا د نوموړي وروستۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه وه، چې هغه ترسره کړه، خو په لوبه کې تر پاى پورې پاتې نه شو. نوموړي له نړيوال جام مخکې اعلان کړى و چې له نړيوال جام وروسته به له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړي.

د پاکستان څلورم لوبغاړى محمد حفيظ و چې مجيب الرحمان له مېدانه بهر کړ، هغه د پاکستان په مجموعي ١٢١ منډو وسوځېده او ١٩ منډې يې کړې وې. حارث سهېل بل لوبغاړى و چې ځان يې توپوهنې ته ساز کړى و او ٢٧ منډې يې کړې وې چې راشد خان يې ويکټ واخيسته.

که څه هم لوبڅار د يو پاکستاني لوبغاړي اوټ ورنکړ او دوه سخت کېچونه سميع الله شينواري ونه نيولى شو، همدا راز په ډګرساتنه کې هم ډېرې تېروتنې وشوې، خو بيا هم افغانستان ښه توپ اچوونه روانه کړې وه او پاکستاني توپوهونکي يې دې ته نه پرېښودل چې ښې منډې ترلاسه کړي.

د پاکستان لوبډلمشر سرفراز خان بيا د منډې هڅه کوله چې د نجيب الله ځدراڼ او اکرام عليخېل له خوا رن اوټ شو، سرفراز د پاکستان شپږم لوبغاړى و چې په ١٥٦ منډو وسوځېده، هغه ١٨ منډې کړې وې.

اصغر افغان د عماد وسيم مهم کېچ ونه نيوه او په ٤٦م اوور کې عماد وسيم له ګلبدين نايب څخه ١٨ منډې واخيستې.

همدا راز د لوبې وروستي اور ته هم ګلبدين نايب راغى، په وروستي اور کې پاکستان ته د بريا لپاره شپږ منډې پکار وې. عماد وسيم او وهاب رياض توپوهنې ته ولاړ و.

ګلبدين لومړى توپ عماد وسيم ته وکړ او يوه منډه يې واخيسته، دويم توپ يې وهاب رياض ته وکړ او يوه منډه ترلاسه شوه، دريم توپ يې وسيم ته وکړ چې د مس فيلډينګ له امله دوه منډې لاړې او په څلورم توپ عماد وسيم څلوريزه ووهله او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

تر جالبې لوبې وروسته پاکستان په ٤٩.٤ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٣٠ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې په ٣ ويکټو ماته ورکړه.

د افغانستان له خوا مجيب الرحمان او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول، همدا راز راشد خان هم يوه ويکټ واخيسته.