حمید حسن: هڅه کوي په شل اوریزو سیالېو کې ولوبیږي

ــ تاند

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو تېز توپ‌ اچوونکي‌ حميد حسن د کرکټ له يو ورځنيو لوبو استعفا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د پاکستان خلاف سیالۍ کې یې خپله پښه ژوبله کړه.
افغانستان د نړیوال جام سیالېو په لړ کې د پاکستان په وړاندې سیالي ترسره کړه، دې سیالۍ ته افغانانو ډېرې هیلې در لودې، خو له خاورو سره خاورې شوې او ګټلې لوبه یې پاکستان ته بایلوده.
په دې سیالۍ کې چې حميد حسن په پښه ټپي شو، نوموړي وروسته له سیالۍ له خپلو ټولو مينه والو مننه وکړه، چې دى يې ستايلى او ننګه يې کړې ده.
نوموړي له پاکستان سره د تېرې ورځې په لوبه كې دوه اورونه وکړل، په پښه ژوبل شو او له ميدانه ووت.
ده وويل، که ژوبل شوى نه واى، ښايي د لوبې نتيجه بدله واى.
حميد حسن وايي، هڅه کوي په ۲۰ اوريزو لوبو كې ولوبېږي.
هغه د افغانستان لپاره ۳۸ يو ورځنۍ لوبې کړي او۵۹ وېكټې يې اخيستې دي