ډېری ملګرو او د یاران لوستونکو سره به دا پوښتنې وي، چې په شل اوریزو لوبوکې ستر هدف څو دی او د کومې لوبډلې دی؟ راځئ دلته یې ځواب موندلی او لوستلی شئ:

په شل اوریزو لوبو کې لومړی ستر هدف د اسټرالیایي لوبډلې دی، دې لوبډلې په ۲۰۱۶ م کال کې د سپټمبر په ۶ مه نېټه د سریلانکا په پالیکل لوبغالي کې د ستر هدف نور ریکارډونه مات کړل او مخکښ ریکارډ یې جوړ کړ.

د لوبې ټاس سریلانکا وګاټه او توپ اچونه یې وکړه؛ اسټرالیایي لوبډلې پوره شل اورونه ولوبول، درې لوبغاړي یې وسوځېدل.

ګلېن مکسویل په ۶۵ توپونو ۱۴۵ منډې کړې وې او سریلانکا ته یې ۲۶۳ منډې هدف ورکړی و.

سریلانکا په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې وکړې او لوبه ترې اسټرالیا په ۸۵ منډو ګټلې وه.

مېچل سټارک او سکاټ بولېنډ درې، درې وېکټې اخېستې وې. د لوبې غوره لوبغاړی مکسویل اعلان شوی و.

دوهم هدف:

دوهم ستر هدف د سریلانکا له خوا د کینیا پر وړاندې په ۲۰۰۷ م کال کې د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه اېښودل شوی و.
سریلانکا د ۶ لوبغاړو په سوځېدوسره د نړیوال جام په اتمه لوبه کې د سنت جایاسوریا د ۸۸ منډو او د مهېلا جایاوردني د ۶۵ منډو پرمټ ۲۶۰ منډې کړې وې.
کینیا په ۱۹ اعشاریه ۳ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۸ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۷۲ منډو سریلانکاته بایلوده.
د لوبې غوره لوبغاړی جایاسوریا اعلان شو.

دریم ستر هدف:

دریم ستر هدف د هندوستان دی، چې د سریلانکا پر وړاندې یې په ۲۰۱۷ م کال کې د ډېسمبر په ۲۲مه نېټه کېښود، هندوستان لپاره په دغې لوبه کې لوبډلمشر روهېت شرما ۱۱۸ او لوکېش راهول ۸۹ منډې وکړې.
هدف ۲۶۰ منډې و.
هندوستان پنځه وېکټې له لاسه ورکړې وې.
سریلانکا په ۱۷ اعشاریه ۲ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره ۱۷۲ منډې وکړې او لوبه ترې هندوستان په ۸۸ منډو وګټله؛ د لوبې غوره لوبغاړی روهېت شرما پېژندل شوی و.

څلورم ستر هدف:

څلورم ستر هدف په ۲۰۱۳ م کال کې اسټرالیا د انګلستان پر وړاندې اېښی و، چې اسټرالیا د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته ۲۴۸ منډې هدف ورکړی و.
په دغې لوبه کې د اسټرالیا اوپنر توپ وهونکي اېرون فېنچ په ۶۳ توپونو ۱۵۲ منډې کړې وې.
انګلستان په شل اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۰۹ منډې کړې وې، چې د جو روټ ۹۰ ناسوځېدلې منډې پکې د پام وړ وې

سپورټ یاران