هند سرېلانکا پښېمانه کړه، د شل اوریزو سیالېو لوبلړۍ یې ترې وګټله

سریلانکا، د جنوري په ۵ مه نېټه هندوستان ته د درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړ، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه اورښت بې پایلې کړه او نورې دواړه لوبې هندوستان په سترو توپیرونو وګټلې او سریلانکا ته یې ماته ورکړه.
د سریلانکا ورزشي سفر د جنوري په لسمه نېټه د جمعې شپه پای ته ورسېد.
هندۍ لوبډله وتوانېده، چې په خپل کوربتوب له سریلانکا څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې په لوړ توپیر وګټي.
دویمه لوبه هندوستان په ۷ وېکټو وګټله او درېیمه شل اوریزه لوبه د جنوري په لسمه نېټه د جمعې په ماخستن هندوستان په ۷۸ منډو وګټله.
هندوستان د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د کی ایل راهول د ۵۴ منډو او د شېکر دوان د ۵۲ منډو په مرسته ۲۰۱ منډې وکړې او سریلانکا ته یې ۲۰۲ منډې هدف ورکړ.
لکشن سندکن د سریلانکا لپاره درې وېکټې واخېستې.
سریلانکا په ۱۵ اعشاریه ۵ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د دننجایا ډیسېلوا د ۵۷ منډو په مرسته ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه ترې هندوستان په ۷۸ منډو وګټله.
شاردول تاکور چې دې لوبه کې یې ۳ وېکټې واخېستې د لوبې غوره لوبغاړی او نافدیف سیني د ټول سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو