افغان حیمد الله قادري، ما ډېرې سختې وګاللې، په اسانۍ موقف نه اخیستل کیږي

ولید (خپلواک)

دافغانستان نوم وتي اوسیدونکی حمیدالله قادري به په راتلونکي نړیوال جام کې د انګلستانۍ ۱۹ کلنې لوبډلې په ګټه ولوبيږي.  حمید الله قادري د افغانستان د کندهار ولایت اوسیدونکی دی هغه په ۲۰۰۰ م کال کې د ډیسمبر په پنځه نېټه د کندهار په ولایت کې زیږدلی دی.

 دا هغه ځوان دی چې د کرکټ خوښۍ ورته په افغانستان کې نه ورکول کېدې، نو له همدې امله یې د کرکټ پسې انګلستان ته سفر وکړ. هغه خپله دردونکي کیسه هغه وخت وکړه کله چې نوموړي د انګلستان په یو کلپ کې په فرسټ کلاس سیا لیوکې پنځه ویکټې ترلاسه کړې.

 هغه وایي د مور دردېدلی زړه او د پلار اوښکې مې هیڅ وخت نه هیریږي، ما پر ځان ډېر تکلیفونه تېر کړل، دلته مې خواري وکړه او د شپږ کاله زخمت ورسته مې دا وياړ ترلاسه کړ چې په انګلستان ۱۹ کلنه لوبډله کې ولوبيږم. هغه وایي پلار او مور سره په انټر نیټ غږیږم او کورنۍ مې د کرکټ لپاره په افغانستان کې د کندهار په ولایت کې پرېښې.

 حمید الله قادري به په راتلونکي نړیوال جام کې چې په سویلي افریقا کې تر سره کيږي، د انګلستان لوبډلې په ګټه به ولوبيږي . انګلستان کرکټ بورډ چې کله سکواډ اعلان کړ نو د حمید الله قادري نوم هم پکي و.

 دغه افغان لوبغاړی ته د نیوزلنډ پخواني لوبغاړي (ایین ) او براین جادوګر وایي. حمید الله وایي زیات کرکټ یې له یوټوب چینل څخه زده کړي، هغه به زیات وخت د پاکستاني (سعید اجمل) او ثقلېن مشتاق توپ اچونه ننداره کوله. حمید الله قادري ښي لاسي اپ سپین توپ اچونکی دی او ورسره په څنګ کې ښه توپ وهونکي هم دی هغه یې په کورنۍ کې د خپل ورور لخوا ډېر تشویق کيږي

 زیات نور افغان لوبغاړي هم شته چې د نړۍ په نورو لوبډلو کې لوبه ترسره کوي . عزت الله دولتزی دوهم چټک بالر و چې په جرمنې کرکټ لوبډله کې لوبيږي .