د فوبټال او کرکټ له ډګره

فوټبال: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي مصطفی ځاځی د کمبودیا د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو په هدف “ویساخا” لوبډلې سره یوځای شو.

 د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې دی به دکمبودیا د غوره‎لیګ په سیالیو کې ولوبېږي.

 ښاغلی ځاځی تیرکال هم له دغې لوبډلې سره تړون کړی و چې د ښې لوبې کولو له امله يې سږبیا په یادو لوبو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.

 کرکټ: د کریکټ افغاني الاصله لوبغاړی حمید الله قادري د انګلستان د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په ملي لوبډله کې لوبیږي. دی به د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان استازیتوب وکړي.

 انګلستان د ۱۹کلونو کم عمره ځوانانو د نړیوال جام د سیالیو په ب ګروپ کي د ویسټ انډیز، آسټرالیا او نایجریا سره لوبیږي. حمید الله قادري شل کاله عمر لري او اصلا د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی دی چې نږدې لس کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای انګستان ته کډوال شوی دی.

 قادري په ښي لاس اف بریک سلو توپ اچونه کوي چې له دې وړاندې د انګلستان په کورنیو سیالیو کې ښه ځلیدلی دی.