د افغان کرکټر محمد نبي خیریه بسنټ له ۲۵ اړمنو کورنېو سره مرسته وکړه

محمدنبي عیسی خېل په لغمان او کابل ولایتونو کې له ۲۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
محمدنبي عیسی خېل چې کلونه وړاندې یې د بې وزلو افغانانو د لاسنیوي لپاره خېریه بنسټ جوړ کړی، اوس یې تازه په لغمان او کابل ولایتونو کې ۲۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د محمدنبي عیسی خېل په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکل شوي، چې د محمدنبي عیسی خېل د خېریه بنسټ مرستې لغمان ته هم وغځېدې.
د یاد بنسټ د خبر له مخې لس کورنیو سره یې په لغمان او ۱۵ کورنیو ته یې په کابل ولایت کې خوراکي توکي وېشلي دي.
له دې وړاندې هم دې بنسټ له بې وزلو کورنیو سره مرستې کړي دي.
د محمدنبي عیسی خېل سربېره ځېنو نورو لوبغاړو هم د بې وزلو لاسنیوي په موخه خېریه بنسټونه جوړ کړي، د دغو لوبغاړو له ډلې راشدخان او پخوانی لوبغاړی کریم صادق هم خېریه بنسټونه لري.