پاڅېږه وطنه | عمران نایاب

 ښایي کرکټ اوس ډېرو ته ارزښت ونه لري، ښايي د ډېرو زړونه مات وي، خو کرکټ د افغانانو لپاره اوس تنها یوه لوبه نه ده، کرکټ له لوبې ډېر څه دي، د هېواد حال تل خراب وي، خو بس ډېر لږ څیزونه دي چې خلک خوښوي، یو یې کرکټ دی.

 د تېر نړېوال جام وروسته د ډېرو اتلانو اصلي څېرې خلکو ته وښودل شوې، محمد نبي،راشدخان او اصغر افغان چې ډېر مینه وال یې درلودل کم شول، دا شاید د خدای پاک د عدالت یوه برخه وي چې هر څوک چې څه کري هغه به رېبي هم، ریښتیا همداسې ده یاد شوي لوبغاړي خپلې کړنې رېبي.

 هېوادوالو یو یو څو ورځې نارې ووهلې، خو چا یې غږ وانه ورېد، دا هېواد همداسې دی.

 راتلونکو ۸ میاشتو کې هېڅ سیریز نه لرو، یواځې دوو نړېوالو اېوېنټونو کې سږ کال لوبېږو، کرکټ بورډ ویده ښکاري، داسې مشر لري چې له دندې ډېره رخصتي کوي.

 سر مو نور نه خوږؤم، وروستۍ خبره مې داده چې دا ولس باید د خپل حق‌غوښتنه وکړي،باید خپل اتلان او خاېنان مالوم کړي.

 قضاوت پر تاسو!