خان او نبي بیا نړېوال حیرانوي | عمران نایاب

د هند غوره لیګ دولسم پړاو سیالۍ سبا پیلېږي، ددې سیالېو لومړۍ لوبه د (چینای سؤپر کینګز او رویل چلیلنجرز تر مینځ ده ، په دوهمه ورځ بیا د راشد خان او د محمد نبي لوبډله (سنرایزرس حیدارآباد) د کلکټې لوبډلې پروړاندې لوبېږي.

مجیب الرحمان له څو ورځو هلته دی، خو محمد نبي او راشد خان نن سهار د هند په لور روان شول.
د هند غوره لیګ سیالۍ پایلوبه تېر کال د چینای سوپر کینګ لوبډلې ګټلې وه. دې تجارتي لیګ کې ټولې ۸ لوبډلې برخه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۳ پیاوړي لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري، د هند په ای پي ایل لیګ کې د سنرایزرس حیدارآباد لوبډلې له لورې پرته له دې چې د پير لیست ته وړاندې شي، اخیستل شوي دي.

هېره دې نه وي چې  راتلونکی شنبه به د چینای سوپرکینګ او رویال چیلینجر بنګلور په لوبې یاد لیګ پېل شي.

یاده دې وي چې ددې سیالېو لومړۍ لوبه کې د چینای سوپر کینګز لوبډله کې به د جنوبي افریقا پياوړی لوبغاړی (لونګی نګینډی) نه لوبیږي، ځکه نوموړی د سریلانکا خلاف پنځمه  یو ورځنۍ لوبه کې ټپي شو او ډاکټرانو د څلورو اونېو لپاره  دتمریناتو څخه بند کړ