لیکنه: عبدالولي عمري

د افغانستان خاوري ته د سولي سفیرانو د بریا لپاره شپې ورځي په بهرنیو ملکونو کي تیري کړې، هلته یې لوږي ستړیا وي او خوارۍ وګاللې، ددې د پاره چي د افغانستان نوم د نړۍ په تاریخي کتاب کي په زرینو کرښو وکښل سي، تر زحمتونو وروسته د هغي ورځي په تمه کلونه کلونه انتظار تیرسو تر څو د ټېسټ ( ازمایښتي ) لوبي لپاره سپیني جامې واغوستل سي خو د کلونو ارمان پوره کولو لپاره دې ورځو ته پر شوړیدلو ګوتو حسابونه کیدل ، د انتظار وروسته دا ورځ په ډیري سختۍ سره راورسیدل دا ورځي او شپې لوبغاړو ته ، او د افغانستان په خوښیو خوښ کسانو ته داسي وې لکه ماشومتوب کي چي ماشومانو ته د اختر ورځي شپې رانږدې کیدې، یعني یوه د انتظار شپه به ۲۴ ساعته ته ورسیدل، خو خیر ترسختیو او تاریکیو وروسته رڼا راځي، اوس هغه شیبې رانږدې سوې چي افغان غوراوي کمیټې د وړتیا پر اساس لوبډله اعلان کړه هغه لوبغاړي وټاکل سوه چي وړتیا یې درلوده دلته لوی مسؤلیت د لوبغاړو غاړي ته ولوېدئ، اوس نو دوی ته ټېسټ کریکټ د صبر ازموینه ده ، او صبر سکون راحت او درمان دی، د ژوند کولو او په ژوند کي د پرمختګ او بریالیتوب راز په صبر کي نغښتی دی، دلته نن د کریکټ په نړۍ کي د کریکټ لوبي میلیاردونو مینوالو ته د خپل صبر، فکري، احساساتي او فزیکي ځواک کمال او جمال ور وښیې.

بل اړخ ته انتظار ځپلي د کریکټ شایقین پا ته سوه، دلته بیا افکار پر څو برخو ویشل سوي دي ځني د نوو لوبغاړو غوښتنه کوي او هر کس یو یو لوبغاړی دځان لپاره خوښوي چي باید لوبه کي ولوبیږي، اوس نو ۱۱ کسیزه ډله څنګه د خلګو د خوښي مطابق جوړه سي، دې سره څوک خفه اوڅوک خوشحاله سوه، عموم کي زموږ فکر منفیاتو ته جوړ دی،
مثبت ټکی ژر لمنځه وړلائ سو، خو خیر بدلون ته د لاري موندلو وخت راورسید ، سپیني جامي واغوستل سوې ، لوبغاړي د لوبي لپاره میدان ته شوه، یو بل څه د لته خورا احساسات را پاروونکي وي، هغه د خپل هیواد ملي سورود ته لاس پر ځیګر دریدل دي، لوبغاړي منظم سوه ملي سرود ته یې خولې د لپسینګ په ډول وښورولې ملي سورد هم پای ته ورسیدی سیالي لوبډلي د یوالي او اتفاق لاسونه سره ورکړه، اوس نو بهترینه او د حوصلې څښتن په کښي ځان د باچاهي تر لقبه رسوي.

د افغانستان په شمول د نړۍ په هر کونج کنار کي افغان خوښه انسانانو ددې تاریخي لوبي د کتلو لپاره وخت قرباني کړ ، ځینو مینوالو په خپلو وظیفو کي د کریک انفو سایټ د خپل موبائل پر سکرین درولی وو تر څو ثانیه پر ثانیه معلومات وګوري او ګټه یې د خپلو ملګرو سره په کړس خندا شریکه کړي.

نورو بیا د کور او مشرانو په پټه د لوبي کتل فرض ګڼلي وه او لالهانده ګرځیدل چي د کوم ملګري ، یار ، او اشنا په کوټه کي برق پیدا کړي تر څو تاریخي لوبه وګوري، هیواد مو د بیلابیلو ناخوالو سربیره ستره ستونزه د برق لري، برق نو کله وي؟ د برق راتلل داسي وي لکه مسافر چي د کلونو کلونو مسافرت څخه وروسته کورته راسي ټول ورته خوشحاله وي.
د لته یو کلیوال وایې: چي د لوبي د یوې ورځي د کتلو لپاره د ګاونډي څخه مي پیسې قرض کړې، ددې لپاره چي د جنراتور لپاره تیل راوړم تیل مي راوړه، د ژوند ټول کارونه مي یوې خواته کړه او د ځان سره مي وویل چي هرډول کیږي باید دهیواد تاریخي ټیسټ لوبه پر تلویزیون وګورم.
کیلوال بیا وایې: لوبه د خپل هیواد افغانستان په ګټه روانه وه ددې لوبي خوند تر هري لوبي ډیر وو، ځکه تاریخي ټیسټ لوبه کیدل دلته پر جذباتو او خوشحالیو سربیره مي ددُعا لاسونه هم لپه کول چي الله ج ته دې زوریدلي ملک ته د بریا ورکړې.

بل ملګری بیا وایې: د لوبي ارمانجن وم موبائل کي هم چارج وو، کورته مشران تلویزیون نه راپریږدي، دا داسي لوبه ده چي پراخ وخت غواړي راډیو کي هم نه خپریږي ، د لته ما د لوبي کتل فرض ګڼلي وه، خو خیر زړه مي غټ کړ د ملګري دُکان ته ورغلم هلته تر زاریو، ننواتو پوري خبره ورسیده خو په دې باندي بریالی سوم چي د ملګري باور لاسه راوړم او پور ترې واخلم ، د اتصلات سیمکارت کي مي ۸ جي بي انټرنیټ فعاله کړ او لوبي ته په خپله خونه کي د مشرانو په پټه کښېنستم اولوبه مي په ښه بیغمه زړه وکتل، لوبه مو وګټل داسي خوشحاله وم ما داسي فکر کوی چي ډیري شتمنۍ مي لاسته راوړې.

دې ته ورته نوري جالبي کیسې پر ډیرو شایقینو راځي که ټولي ولیکو نو ستاسي ویونکو وخت به ونیول سي، دې ته به راسو چي د صبر معنی ثابت قدمي، مضبوطوالی او برداشت دی، د معلوماتو او ټکنالوژۍ په ننني عصر کي د پرتلیزو اقتصادي او سیاسي ګټو خوندیتوب او دا چې د سیمي د هیوادونو د سیاسي ګټو ښکار نسو، خپل قوت ورته د هغوی په لاس په جوړ سوي ټوپک نسو ښودلائ ، د قوت ښودلو لاره سپورټ ، علم او هنرونه دي.
نړيوال موږ د بې صبرۍ صفت لرونکي ملت په نوم پيژني مګر د کریکټ لوبغاړو په ښه بڼه خپل صبر او کمال ښکاره کړ او ایرلینډ هیواد مو د ټيسټ په ۵ ورځنۍ لوبه کي تاریخي نوم خپل کړ ، موږ د ژوند په هر ميدان کي مخکي ځو، زغم لرو مګر شا تګ نه منو