عبدالولي عمري
افغان کرکټ ملي لوبډله د ټيسټ لوبي په ورستي بهیر کي د لوبي ګټلو ته ۱۱۸ منډي اړتیا لري، تر څو دا تاریخي ټیسټ لوبه خپل په نوم د ګران هیواد افغانستان په تاریخي موزیم کي د نوي نسل لپاره وسپاري.
ددې تاریخي لوبي ګټل افغان لوبډلي ته پوره وړتیا ورکوي ځکه نو بیا د نورو لوبو لپاره د ځیرک تیا ، ارامتیا ، او وړتیا څخه کار اخلي، ترڅو نوي ویاړونه ګران هیواد ور وبخښي.په دې نړۍ کي د اماراتو په دوبۍ ښار کي د کرکټ د نړیوالي شورا په اکاډومۍ کي د امریکا او اماراتو لوبډله سره مخ کیږي.
ددې لوبو طرف هم یوې خواته کش سوی، امارات د غره غوندي هدف ټاکي خو امریکا لوبډله بیا ټاکلي هدف ته ژر تسلیمي ورکوي.
په دې بهیر کي دواړو لوبډلو دوې لوبي ترسره کړې، لمړۍ لوبه د باران له وجي بې پایلي اعلان سوه، خو دوهمه لوبه بیا د ۲۴ منډو په توپیر اماراتو ګټلې وه.
ددې کوچینو لوبډلو دریمه لوبه ۹:۳۰ پیلیږي.

بل پلو بیا د انګلیستان ښځینه لوبډله په خپل لوبیز سفر کي د سریلانکا پر خاوره چلیږي.
دا ښځي د سریلانکا د ښځینه لوبډلي سره درې شل اوریزي لوبي ترسره کوي، ددواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه ترسره سوې چي د انګلیستان ښځي پکښي بریاته رسیدلي، ددې لوبډلو دوهمه لوبه نن ترسره کیږي.
د یادوني ده چي د سریلانکا نارینه ملي لوبډلي ځان سویلي افریقې ته پر وایټ واش برابر کړ، او خپل هیواد ته یې د پنځوس اوریزو لوبو ګټه له لاسه ورکړه.
ددې ښځینه لوبډلو لوبه ۸:۵۰ پیلیږي