ليکنه: مدثر دعوت

په شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو کي راشدخان،مجيب الرحمن،حضرت ځاځی او ځيني نور افغان لوبغاړي نړيوال قوي ريکارډونه مات کړله او لاهم روان دي جوړوي يې.

خو په ټيسټ کي هم موږ داسي لوبغاړي لرو چي ددې وړتيا لري ترڅو قوي ريکارډونه مات او جوړ کړي.

رحمت شاه له پيل څخه ټيسټ ته جوړ لوبغاړی وو،دهشمت شاهدي قوت او تخنيک دواړه د همدې ټيسټ سره سرخوري،نورعلي ځدران هم هغه توپوهونکی دی چي په ټيسټ کي پرې تکيه کولای سو.

شل اووریزه لوبه کي هغه توپوهونکي ښه ځليږي چي د غټو شاټونو صلاحيت لري او يو ورځنۍ لوبه هم يوازي يوه ورځ ده خو بياهم حوصله غواړي.

ټيسټ مالومه خبره ده چي د حوصلې لوبه ده نو ځکه شهزاد هم ځان ورته جوړوي او اصغر هم تر غټو شاټونو پرتخنيکي لوبي ډير تمرکز کوي.

راشدخان او محمدنبي خو مو د نړۍ په هر کونج کي منل سويدي،بې شميره مينوال لري او د افغان لوبډلي ملا پرې تړلې ده.

که په ټيسټ کي توپوهونکي حوصله کوي نو مينوال او کتونکي هم ورته د کرکيټ د نورو اړخونو په نظر نه ګوري،ټیسټ يو اوږد مزل دی او دا مزل په ورځو ورځو وخت نيسي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه هندوستان ته وبايلله، بياهم زموږ هيله دا وه چي بايد وې ګټو خو موږ په نره بايلوله او لا به يې هم بايلو،خو ليري نده چي ګټو به يې هم!

هر افغان غوښتل چي رحمت شاه د سليزي په نوم بيډ پورته کړي خو چا به فکر کوی چي په ۹۸ منډو کي به يې وکيټه ځي.

داشيبه ډيره دردونکې وه،د رحمت شاه لپاره،زما لپاره او د هر افغان لپاره،خو موږ چي څه غوښتل هماغسي ونه سوله،د بلي ورځي لپاره که رحمت شاه خپله همدغه غلطي بيا تکرار نه کړي نو هتماً به د سليزي په نوم بيډ پورته کوي.

هلته چي ايرلينډ په یو بد حالت کي وو خو یو توپ اچوونکی د توپوهونکي په څير مسؤليت پرغاړه اخلي،نيمه سليزه وهي او هڅه کوي ترڅو په پوره توان سره خپله لوبډله ترسختو شيبو تيره کړي.

موږ له وفادار او یمین احمدزي څخه ډيره تمه نلرو خو هغوئ د مجيب الرحمن او دولت ځدران تشه ډکوي.

موږ به ډير بختور يوو چي د خپل ټيسټ د تاريخ دويمه لوبه ګټو،ځکه يوازنۍ لوبډله انګلستان ده چي خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه يې ګټلې ده،اسټراليا او پاکستان بيا خپلي دويمي ټيسټ لوبي ګټلي دي.

هندوستان ۲۵مه ټيسټ لوبه کي خپله لومړنۍ بريا خپله کړې،خو نيوزلينډ بيا پوره ۲۶ کلونه انتظار وکی او په ۴۳مه ټيسټ لوبه کي يې لومړنۍ بريا خپله کړله.

نو افغانستان به بختور نه وي چي د ټیسټ لومړنۍ بريا یوازې د خپل ټيسټ د تاريخ په دويمه لوبه کي خپلوي؟

زموږ کرکيټ اوس په غوره حالت کي دی او په چټکۍ سره د لا پرمختګ په لور روان دی،خو يوازي د کرکيټ ادارې پاکي ارادې،همدارنګه د ولس ملاتړ او حوصلې ته اړتيا سته.

موږ باور لرو چي افغان لوبغاړي به په ټیسټ کي هم ريکارډونه جوړوي او ماتوي،او ددوی همت او حوصله به مو د کرکيټ دا برخه هم د نړۍ لپاره اخطار وي.