د افغانستان او آیرلنډ ټیستلوبه/ ژوندۍ

تاند – د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د لومړنۍ ټیستلوبې په لومړۍ ورځ آیرلنډ، چې پچه یې ګتلې وه، لومړی بیټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې یې ۱۷۲ منډې وکړې.

د آیرلنډ په وړاندې افغانستان پرون (جمعه) ۹۰ منډې وکړې خو یوازې یې ۲ لوبغاړي سوځېدلي وو.

د شنبې په ورځ /مارچ۱۶/ افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې 314 منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

آیرلنډ پرون خپله دوهمه یا وروستۍ پاڼۍ پیل کړه او یو لوبغاړی یې په داسې حال کې وسوځېد چې ۲۲ منډې یې کړي دي. آیرلنډ د افغانستان د ۳۱۴ منډو د پوره کولو لپاره په ۹ ویکټونو یا لوبغاړو ۱۲۰ منډو ته اړتیا لري.