سریلانکا لوبډله وایټ واش شوه

راپور: عبدالولي عمري
د جنوبي افریقا په کوربتوب د پنځه پنځوس اوریز لوبلړۍ پای ته ورسیده، دا لوبي چي د مارچ پر ۳ یم تاریخ پیل سوي وې، پکښي جنوبي افریقا پر خپله خاوره ، خپلو میدانونو ، او د خپلو نندارچیانو منځ کي سریلانکا لوبډله سختي ماتي ته مجبوره کړه.

ډیری وخت د یوې لوبډلي ماتیدل په دې ډول نه وي لکه څنګه چي خلک فکر کوي، که یوه لوبډله بل هیواد ته د لوبو لپاره ځي، نو طبعي ده چي پر ټاکلو میدانونو به نابلده وي، د کوربه لوبډلي نندارچیان به زیات وي، میلمنې لوبډلي ته به په بیلابیلو الفاظو چیغي او ناري وهل کیږي، د هوا د حالاتو تغیر او داسي نور… نو د داسې حالاتو سره مخ کیدل عادي انسان هم په ویره کي اچولائ سي ځکه دلته د غره سره ډغري وهل دي، نو حل لاره یې همدا کیدای سي چي مخ ته قدم ږدي او شاته ونه ګوري که شاته وګوري نو مخته تګ بیا تري پاتیږي.

اوس سریلانکا لوبډله د جنوبي افریقې په دام کي راګیره سوه، جنوبي افریقې په لمړۍ لوبه کي په ۸ ویکټو سریلانکې لوبډلي ته ماته ورکړه، دې لوبه کي خطرناکه لوبډلمشر فاف ډوپلیسیس ۱۱۲ ناسوځیدلي منډي وکړې او ددې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ یې واخیستل.

په دوهمه لوبه کي جنوبي افریقې په ۱۱۳ منډو ماته ورکړه، دې لوبه کي ویکټ ساتونکي ډیکوک ۹۴ منډي وکړې چي ددې بهتريني توپ وهني پرمټ یې د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ هم وګټل.

په دریمه لوبه کي جنوبي افریقې د باران په مټ په ۷۱ منډو توپیر لوبه وګټل، دې لوبه کي بیا ډیکوک د ۱۲۱ منډو په جوړولو ددې لوبي دریمه او د ځان لپاره دوهمه ډالۍ هم وګټل.

په څلورمه لوبه کي بیا افریقې په ۶ ویکټو لوبه وې وړه، دې لوبه کي بیا اوډانا د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ واخیستل او ډانا د سریلانکا د لوبډلي لوبغاړی دی، اوډانا ځکه د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ واخیستل چي د خپل ټېم لپاره ۷۸ منډي کړي وې.

او په ورستۍ د وایټ واش په لوبه کي بیا جنوبي افریقې لوبډلي د باران په مرسته په ۴۱ منډو وګټل او سریلانکا لوبډله یې ناهیلې پروچ میدان پرېښول، ددې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ اډین مارکرم ته ورکول سوه چي د خپلي لوبډلي لپاره یې ۶۷ منډي جوړي کړي وې، او د سریز د غوره لوبغاړي ډالۍ بیا ډیکوک ته ورکول سوه چي خپلي لوبډلي ته یې په دې سریز کي ۳۵۳ منډي کړي وې.

د یادوني ده چي ددواړو لوبډلو ترمنځ یو ځل بیا د جنوبي افریقې پر خاوره درې شل اوریزي لوبي د مارچ پر ۱۹مه نېټه پیلیږي او تر ۲۴ تمې نېټې به دوام وکړي.