راپور: عبدالولي عمري

پاکستانۍ لوبډلي د ټیسټ او یورځنیو لوبو له ماتي وروسته لمړۍ شل اوریزه لوبه هم سویلي افریقې ته ورکړه.

تیره شپه د سویلي افریقې او پاکستان ترمنځ د لمړۍ شل اوریزي لوبي پیل په نیو لنډز کرکټ لوبغالي کي وو چي افریقا لوبډلي پاکستانۍ لوبډلي ته په ۶ منډو ماته ورکړه.

د لمړۍ شل اوریزي لوبي پیل سویلي افریقې وکړ چي په ۲۰ اوره کي یې د ۶ لوبغاړو په ورکولو ۱۹۳ منډي هدف وټاکه.

د افریقې لپاره ډوپلیسي ۷۸ ، هنډریکس ۶۱ منډي وکړې ددوي دوو لوبغاړو ملګرتیاوه چي پاکستانۍ لوبډلي ته یې د ماتي بلنه ورکړه.
د پاکستان لپاره بیا عثمان شنواري درې ویکټي ترلاسه کړې.

د لوبي په دوهم اړخ کي بیا پاکستانۍ لوبډلي په خپل ۲۰ اوره کي ۹ لوبغاړي ورکړه او ۱۸۶ منډي یې وکړې ، خو د ۶ منډو په جوړولو کي پاته راغله او لوبه افریقې لوبډلي تري وېوړه.

د پاکستان لپاره شعیب ملک ۴۹ منډي وکړې.
د افریقې لپاره تبرایز شمسي او موریس دوې دوې ویکټي ترلاسه کړې.
داچي میلر ډګرساتنه کي ۴ کیچونه ونیول او دوه لوبغاړي یې رن اوټ کړه، نو ځکه د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.

د یادوني ده چي د سویلي افریقې او پاکستان ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه سبا مازدیګر پر ۵ بجې ده.