راپور: عبدالولي عمري

د جنوبي افریقا او پاکستان ترمنځ په پنځه لوبلړۍ کي افریقې دوې _ او پاکستان یوه لوبه ګټلې ده.

د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ د پنځه یو ورځنیو لوبو سیالۍ د رواني جنوري میاشتي پر ۱۹ سمه نېټه پیل سوې، چي لمړۍ لوبه کي پاکستان افریقې لوبډلي ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه.
او په دوهمه لوبه کي بیا افریقا لوبډله وتوانیده چي پاکستانۍ لوبډلي ته په ۵ ویکټو ماته ورکړي.

همدا ډول په دریمه لوبه کي بیا پاکستان ته امام الحق سلیزه، بابر اعظم ۶۹، او محمد حفیظ ۵۱ منډي وکړې ، ددې منډو په شمول یې افریقې لوبډلي ته د ۳۱۸ منډو هدف ورکړ ، خو افریقا لوبډلي بیا په ښه ډول د ټاکلي ځواب ورکړ.

افریقې لوبډلي په ۳۳ اوره کي د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې چې بیا لوبه د باران له امله ودریده، خو کرکټ کي د قانون له مخي یاده لوبه د افریقې په ګټه پای ته ورسیده، او افریقې لوبډلي په ۱۳ منډو وګټل.

د یادوني ده چي د پاکستان او افریقا ترمنځ څلورمه لوبه د همدې میاشتي پر ۲۷ تمه او ورستۍ لوبه د همدې میاشتي پر ورستۍ ورځ ۳۰ شم تاریخ ترسره کیږي،
له همدې لوبو وروسته د ۳ شل اوریزو لوبو لپاره امادګي نیول کیږي.
همدا لوبي د نوي میاشت فیبروري پر لمړۍ، دوهمه، او دریمه ورځ ترسره کیږي.