جنوبي افریقا ته د انګلیستان دوهمه پر له پسې ماتې

خبریال: فضل رحیم رحیمي- انګلستان په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم جنوبي افریقا ته حیرانوونکې ماته ورکړه.

د لوبې پچه د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پریکړه یی وکړه، د انګلستان لوبډلې په پنځوسو اورنو کې د شپږ لوبغاړو په تاوان ۳۳۰ منډې چوړې کړې.

تر ټولو زیاتې منډې بین سټوکس جوړې کړې. ده ۱۰۱ مندې وکړې.

په ځوابي توپ وهنه کې د جنوبي افریقا لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف ته ځان ورسوي او یوه اسانه لوبه یې هغه وخت بایلوده چې په ۷، توپونو ورته ۷منډې پاتې وي او پنځه لوبغاړي یې هم له ځانه سره لرل. دوی یوازې د څلورو منډو په جوړولو وتوانیدل او لوبه یې په (۳ ) منډو وبایلله چې له دې سره په راون سیریز کې دوهمه ماته یی هم ومنله.

د جنوبي افریقا لپاره په توپ وهنه کې کوینټن ډیکاک (۹۸) او ډیویډ ملربیا(۷۱)منډی جوکړې.

د انګلستان لخوا په توپ اچونه کې لیام پلنکټ درې لوبغاړي وسوځول.

د دوو لوبډلو ترمنځ به دریمه یوه ورځنۍ لوبه د مې په نهه ویشتمه نیټه په لارډز کرکټ لوبغالې کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *