جنوبي افریقا، پاکستان د شل اوریزو لوبو لړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د سویلې افریقا په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

په وروستۍ لوبه کې پاکستان جنوبي افریقا ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ.

جنوبي افریقا هدف ته ځان ونه شو رسولای، ټولو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۷ منډو په توپیر وبایلله.

لومړۍ دوه لوبې یې جنوبي افریقا ګټلې وې او لوب لړۍ یې له وړاندې په خپل نوم کړې وه.

له دې وړاندې یې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې هم درې د دوه لوبو مقابل کې ماتې ورکړې وه.

پاکستان لوبډلې له ۲۰۱۶ کال راهیسې پرله پسې د شل اوریزو لوبو ۱۱ سیریزونه ګټلي وه، خو په دولسم سیریز کې یې له جنوبي افریقا څخه ماتې وخوړه.