د آیرلنډ په وړاندې د افغانستان په لوبډلو کې بدلون

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ تکړه باولر مجیب الرحمان د آیرلنډ په وړاندې په خپله ټیست لوبډله کې نه دی شامل کړی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم راتلونکې میاشت د هند په دهرادون کې د آیرلنډ د لوبډلې کوربه وي.

د افغانستان د ټیست سیالۍ لوبغاړي

دواړه لوبډلې به په درې فورمټونو کې ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د آیرلنډ په وړاندې د خپلو ۱۴ لوبېدونکو لوبغاړو نومونه اعلان کړل خو د هغو په منځ کې د مجیب الرحمان نوم د ټیستلوبې په لوبډله کې نه و او د شهزاد محمدي نوم له شل اوریزو سیالیو غورځول شوی دی.

د افغانستان د یو ورځینۍ مسابقې لوبډله

افغانستان او آیرلنډ د ټیسټ ترڅنګ ۲۰ اوره او یو ورځینۍ مسابقې کوي.

دا به له کله چې افغانستان او آیرلنډ د ټیسلوبو مقام ته رسېدلي، دوهم ځل وي چې ټیست سیالۍ کوي. دواړو ټیمونو تېر کال له هند او پاکستان سره ټیست سیالۍ وکړې.

د افغانستان د شل اوره سیالیو لوبډله