د افغانستان او آیرلنډ دوهمه مهمه یو ورځینۍ سیالي

تاند- د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ لوبډلې به نن په دوهمه نړیواله یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

دا مسابقه، چې آیرلنډ یې کوربه دی او د آیرلنډ په مرکز بلفاست کې کېږي، د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده ځکه چې که افغانستان وګټله د درېمې مسابقې ګټلو ته اړتیا نه لري.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ سیالي د دوشنبې په ورځ په ۲۹ منډو وګټله.

افغانستان او آیرلنډ درې ۲۰ اوره سیالۍ هم لرلې خو لومړۍ دوې افغانستان وګتلې او وروستۍ یا درېمه د باران له کبله ونه شوه. له همدې کبله افغانستان د شل اوره سیالو ګټونکی شو.

د افغانستان او آیرلنډ درېمه یو ورځینۍ مسابقه به د روان اګست په ۳۱ مه وي.

له دې سیالیو وروسته به د افغانستان ملي لوبډله په اسیايي جام اتلولیو کې په لومړۍ مسابقه کې د سپټمبر په ۱۷ له سریلانکا سره مخامخ شي. دا مسابقه به د اسیايي جام درېمه مسابقه وي.

افغانستان تر دې پخوا له سریلانکا سره په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې دوې مسابقې کړي چې دواړه سریلانکا ګټلې دي خو له هغه وخته راوروسته افغان لوبغاړو ډېر پرمختګ کړی دی، د راشد خان، مجیب او حضرت الله ځاځي په ګډون یې څو نور نوي او مستعد لوبغاړي موندلي دي.

په اسیايی جام کې به د افغانستان دوهمه سیالي له بنګله دېش سره وي.