افغانستان دوهمه یو ورځینۍ مسابقه پر آیرلنډ وبایلله

تاند- آیرلنډ نن /چهارشنبه/ له افغانستان څخه دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په ۳ ویکټونو او ۳۷ توپونو وګټله.

د دې لړۍ لومړۍ سیالي افغانستان ګټلې وه او اوس دواړه لوبډلې یو پر یو مساوي شوې.

درېمه سیالي به د یو ورځنیو سیالیو ګټونکی څرګند کړي.

په باولینګ یا توپ اچونه کې د افغانستان په لوبغاړو کې راشد خان ۳، محمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځول. دوه نور آیرلنډي لوبغاړي مجیب الرحمن او افتاب عالم وسوځول.

تر ټولو لږ منډې راشد خان ورکړې. د راشد خان د ورکړیو منډو اوسط ۳ اعشاریه ۷۰ و.

په دې سیالۍ کې د آیرلنډ لپاره ښه باولینګ مورتاګ وکړ. ده په ۱۰ اوورونو کې ۴ افغان لوبغاړي وسوځول. خو په بیټنګ کې د آیرلنډ لپاره تر ټولو ښه لوبه بالبراین وکړه. ده په ۹۲ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان په دوهمه یو ورځینۍ سیالي کې آیرلنډ ته ۱۸۳ منډې هدف وټاکه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /چهارشنبه/ له آیرلنډ سره په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې کمزوری څرګند شو.

پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

د افغانستان پرانیستګر لوبغاړي محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی په دوهم توپ وسوځېدل.ګلبدین نایب هم د تېرې لوبې خلاف یوازې ۷ منډې وکړای شوې خو رحمت شاه لوبه تر یوه حده کنټرول کړه او په ۶۹ توپونو یې ۳۲ منډې وکړې.

له رحمت شاه وروسته حشمت الله شهیدي یوازې ۲ منډې وکړای شوې خو کیپتان اصغر په ۸۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې او لوبغاړو ته یې هیلې ورکړې.

محمد نبي په ۱۲ توپونو ۱۳ وکړې ورپسې نجیب الله ځدراڼ په ۵۲ توپونو ۴۲ منډې وکړې.

باولرانو راشد خان ۱۰، افتاب عالم ۱۶ او مجیب الرحمن ۱۲ منډې وکړې.

عالم او مجیب تر پایه ونه سوځېدل.

د پرانیستګرو لوبغاړو له ژر سوځېدو داسې ښکاري چې پیچ یا ویشتنځای د بیټنګ لپاره مناسب نه و او د کیپتان اصغر افغان انتخاب په ځای نه و.

افغانستان د توقع خلاف ۱۸۲ منډې وکړې. د لوبې تر نیمايي پورې ګومان نه کېده چې افغان لوبغاړي دې ۱۰۰ منډې پوره کړي.