افغانستان لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه له آیرلنډه وګټله

تاند- افغانستان له آیرلنډ څخه نن /دوشنبه – اګست ۲۷/ لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه په ۲۹ منډو وګټله.

د دې مسابقې پچه د آیرلنډ کیپتان وګټله خو د میدان شرایطو ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې لومړی بیټنګ یا توپ وهنه افغانستان وکړي.

د توقع خلاف د افغانستان لومړي پا پرانستګر لوبغاړي ژر وسوځېدل.

حضرت الله ځاځي، چې د ۲۰ اوره سیالیو په شان د ټولو ورته سترګې وې، په ۹ توپونو ۱۴ منډې وکړې او احسان الله په ۲۴ توپونو ۹ منډې وکړې.

خو ګلبدین نایب ډېره ښه لوبه وکړه. ده په ۹۸ توپونو ۶۴ منډې وکړې. رحمت شاه په ۲۹ توپونو ۲۹، حشمت شهیدي په ۸۲ توپونو ۵۴ او اصغر ستانکزي په ۲۳ توپونو ۲۵ منډې وکړې.

د بیټنګ په وروستیو اوورونو کې افتاب عالم په ۱۰ توپونو ۱۱ منډې وکړې او په باولینګ کې یې هم د آیرلنډ لومړنی لوبغاړی یا اوپینر (سترلینګ) وسوځاوه.

ده دوه ویکټونه واخیستل. محمد نبي او راشد خان هم هر یوه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول. محیب او نایب هر یوه یو – یو وسوځاوه. مجیب نن خورا ښه فیلډینګ هم وکړ.

په مجموع کې نننۍ مسابقه افغانستان د ښه فیلډینګ په مټ وګټله.