د افغانستان او آیرلنډ وروستۍ ۲۰ اوره سیالي لغوه شوه

تاند- د افغانستان او آیرلنډ وروستۍ ۲۰ اوره سیالي، چې ټاکل شوې وه نن /جمعه/ وشي، د ویشتنځای یا پیچ د لوندوالي له کبله لغوه شوه.

که دا لوبه هرې لوبډلې ګټلې وای، د ۲۰ اوره لړۍ پر نتیجې یې اغېز نه درلود ځکه چې لومړۍ دوې سیالۍ افغانستان ګټلې وې.

تېره شپه په آیرلنډ کې زیات باران واورېد چې له امله یې نن پلازمېنې بلفاست ته نژدې د آیرلنډ د (بریډي کرکټ کلب) میدان لوند دی.

د میدان د لوندوالي له کبله لوبڅارانو پرېکړه وکړه چې لوبه مخکې تر دې کینسل یا لغوه کړي چې پچه واچول شي.

افغانستان لومړۍ ۲۰ اوره سیالي له آیرلنډ څخه په ۱۶ منډو او دوهمه په ۸۱ منډو وګټله.

افغانستان او آیرلنډ، چې دواړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ټیستلوبو مقام ته رسېدلي، ۳ نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ هم په مخکې لري.

دا سیالۍ راتلونکې اوونۍ بلفاست ته نژدې پیلېږي.

افغانستان په شل اوره سیالیو کې د نړۍ په کچه اتم ځای لري او د کرکټ په شل اوره لوبو کې د نړۍ لومړی درجه باولر هم افغان یعني راشد خان دی.