افغانستان له زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سې شنبې په ورځ دوهمه ۲۹ اوره سیالي هم له زیمبابوې وګټله.

دا ځل پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وګټله چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي.

افغان لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۵۸ منډې وکړې چې د زیمبابوې د دوشنبې د ورځې د هدف (۱۲۰)په پرتله ډېرې زیاتې وې.

په افغان توپ وهونکو کې بیا هم محمد نبي ښه وځلېد. ده صرف په ۲۶ توپونو ۴۵ منډې وکړې. نبي ۴ شپږیزې ووهلې.

کریم صادق، چې په تېره سیالي کې ښه لوبه نه وه کړې، نن ۲۸ منډې وکړې.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو ښه باولینګ تیندای چیترا وکړ. ده د ۲۰ منډو د ورکولو ترڅنګ ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

مجیب د زیمبابوې دوه مهم لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۲۰ منډې ورکړې. راشد د تل په شان ښه باولینګ وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *