افغانستان زیمبابوې ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان کرکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ ۲۰ اوره سیالۍ په ۵ ویکټونو وګټله.

په دې سیالۍ کې له اوږدې مودې وروسته محمد شهزاد ولوبېد.

شهزاد، چې یو کال پخوا پرې د کرکټ د نړیوالو شورا له لوري بندیز لګول شوی و، د تېرې جنورۍ په نیمايي کې اجازه ترلاسه کړه چې یو وار بیا په مسابقو کې ګډون وکړي.

دې مسابقه پچه افغان لوبډلې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی زیمبابوې بیټنګ وکړي.

زمبابوې ټولټال ۱۱۹ منډې وکړې.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو ډېرې منډې سولومون وکړې. د سولومن له ۳۴ منډو پرته یوازې مالکولم ۲۷ منډې وکړې. نور اکثره لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.

راشد ارمان ۳، شرف الدین شرف ۲ ویکټونه واخیستل، افتاب عالم، ګلبدین نایب او محمد نبي هر یوه یو – یو لوبغاړی وسوځول.

تر ټولو لږ منډې محمد نبي ورکړې. ده نه یوازې یو لوبغاړی وسوځاوه بلکې په یو اوور کې یې یوازې ۲ منډې ورکړې.

ګلبدین نایب هم لږ منډې ورکړې. نایب یو لوبغاړی وسوځاوه او په ۳ اوورونو کې یې صرف ۸ منډې ورکړې. د نایپ باولینګ د افغانستان له بري سره ډېره مرسته وکړه.

په بیټنګ کې له نجیب الله ځدراڼ او کریم صادق پرته ټول ښه وځلېدل. خو محمد نبي د لوبې ګټونکی ګڼلی شو.

ده، چې تر پایه ونه سوځېد، ۴۰ منډې وکړې.

شهزاد ۲۰، صادق ۵، ستانکزي ۱۱، نجیب الله ستانکزي صفر، شرف الدین شرف ۱۸، شفیق الله شفق ۱۴ (ناسوځېدلې) منډې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *