افغانستان له زیمبابوې د یو ورځینیو سیالیو لړۍ وګټله

تاند – افغانستان له زیمبابوې څخه د نن ورځې لوبه د ۱۰۶ منډو په توپیر وګټله او په دې توګه یې د ۵ ورځو پنځوس اوریز سیریز په خپل نامه کړ.

نن افغانستان پچه وګټله او بیټینګ ته ودرېد چې په ۲۲ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې او زیمبابوې ته یې ۲۵۴ منډې هدف کېښود.

خو د افغانستان له بیټنګ وروسته باران د دې سبب شو چې اوورونه ۲۲ ته راټیټ شي او زیمبابوې ته هدف ۱۶۱ منډې وټاکل شي.

 د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په ۱۳م اور کې د زیمبابوې ټول لوبغاړي ایله د ۵۴ منډو په ورکولو سره وسوزول، او لوبه افغانستان د ۱۰۶ منډو په توپیر وګټله.

په دغه سیریز کې چې ۵ لوبې وې ۳ افغانستان وګټلې او دا سیریز یې په خپل نامه کړ. که څه هم محمد نبي تر ټولو ښه لوبه وکړه خو رحمت شاه زرمتی د یکشنبې د ورځې د مسابقې غوره لوبغاړی اعلان شو. زرمتي په ۷۹ توپونو نیمه سلیزه بشپړه کړه.

خو محمد نبي پیوازې په ۵۲ توپونو نه یوازې ۴۸ منډې وکړې بلکې په باولینګ کې یې هم ۳ زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول.

په دې لوبه کې نور علي ځدراڼ د تېرو ۴ لوبو خلاف ښه ولوبېد. ده ۴۶ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *