د افغانستان پرمختیايي لوبډلې د زیمبابوې د سیالیو د لړۍ کپ وګوټ

تاند- د افغانستان پرمختیايي لوبډلې د زیمبابوې له الف لوبډلې څخه د ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ وګټله خو د زیمبابوې لوبغاړو پنځمه سیالي نن /یکشنبه/ په خورا لوی توپیر یعني ۲۱۵ منډو وګټله.

د افغان پرمختیايي ټیم لوبغاړي، چې له وړاندې ۴ سیالۍ ګتلې وې، او د بلې سیالۍ ګټل او بایلل ورته اهمیت نه درلود، بې انګېزې میدان ته راووتل.

په وروستۍ سیالي کې د زیمبابوې لپاره تر ټولو زیاتې منډې آر پي بُرل وکړې. ده ۱۰۵ منډې وکړې او بالاخره د عبدالله عادل له لوري وسوځول شو.

د زیمبابوې الف لوبډلې خپلو افغان سیالانو ته ۲۸۹ منډې هدف ټاکلی و.

عبدالله عادل په مجموع کې ۳ لوبغاړي وسوځول. د زیمبابوې الف لوبډلې په ۸ سوځېدلیو لوبغاړو کې ۲ نور فضل نیازي وسوځول.

د سیالۍ په پای کې د دې لړۍ کپ د افغانستان پرمختیايي لوبډلې ته ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *