افغان کرکټ ته د کرکټ د نړیوالې شورا نوي امتیارونه

تاند- د کرکټ نړیوالې شورا په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرکټ ته یو لړ امتیارونه ومنل.

د دې شورا له پرېکړو سره سم د افغانستان احمدشاه ابدالي څلورورځنی کورنی ټورنمنټ په لومړی درجه یا فرست کلاس لوبو کې شمېرل کېږي او شپږیزې ته یې د لېست اې درجه ورکول شوه.

د کرکټ له مقرراتو سره سم د یوه هیواد د کرکټ سیالیو ته د فرست کلاس او لېست اې د مقام ورکول دا هدف لري چې د هغه مسابقې رسماً ثبت کېږي.

له دې وروسته په احمدشاه ابدالي او شپږیزه کې د افغان لوبغاړو منډې او اجراات د لوبغاړو په سابقه کې ثبت کېږي.

تمه وه چې د کرکټ نړیواله شورا به د متحده عربي اماراتو په غونډه کې د افغانستان او آیرلنډ لوبډلو ته د بشړغړیتوب پرېکړه وکړي خو ویل شوي چې د کرکټ نړیوالې شورا دا مسله تر اپریل میاشتې پوري ځنډولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *