د زیمبابوې پر وړاندې افغان ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر نوروز منګل نن /شنبه – فبروري ۴/ د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لپاره لوبیدونکې افغان لوبډله اعلان کړه.

 دا خبري ناسته چې د کرکټ بورډ د رسنیو په تالار کې جوړه شوې وه، د غوراوي کمیټې مشر د لوبغاړو پر تناسب خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د پنځلس ورځیني تمریناتي کمپ د موندنو له مخې جوړه شوې ده او د هر لوبغاړي په ټاکنه کې ټول اړونده اړخونه په پام کې نیول شوي دي.

هغه لوبغاړي چې د لوبډلې جوړښت تشکیلوي، په لاندې ډول دي:

لوبډلمشر محمد اصغر ستانکزی، محمد شهزاد محمدي، نورعلي ځدراڼ او احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، سمیع الله شینواری او نجیب ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، راشد ارمان، ګلبدین نایب او کریم جنت، دولت ځدراڼ، فرید احمد ملک او افتاب عالم، حمزه هوتک، نبي عیسی خیل او راشد ارمان.

 احتیاطي لوبغاړي: افسر خان ځاځی، ناصر جمال او نوین الحق.

 ټاکل شوي ملي لوبغاړي به د زیمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لړۍ د زیمبابوې په حرارې ښار کې د روان زیږدیز کال د فیبروري په ۱۶مه، ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۶مه نېټه ترسره کوي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د رهبري هیئت د لوبډلې له متوازن جوړښت هرکلی کوي او د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوې لوبډلې په اړه د ټاکونکې کمیټې لخوا د بشپړو توضیحاتو ورکړه د لوبغاړو په ټاکنه کې د شفافیت ګټور اصل بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *