د زیمبابوې الف لوبډلې پر وړاندې پرمختیایی لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نوې غوراوې کمیټې د پوره ارزونې وروسته د زمبابوې الف لوبډلې پروړاندې د هیواد پرمختیایی لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ننګرهار کې د ۳۳۳ لوبغاړو ترمنځ په تمریناتي کمپ کې په پیلابیلو برخو تمرینات او څو تمریناتي لوبې هم ترسره شوې.

چی په پایله کې یی ۱۶۶ کسیزه لوبډله د سفر لپاره وټاکل شو چی د لوبډلې په ترکیب کې کریم صادق، محمد خیبر، محمد ابراهیم، محمد نواز خان، نورالحق ملکزی، رحمت الله ګربز، سید وحیدالله شفق، شفیق الله شفق، شاهدالله کمال، محمد ضمیر عرب، عبدالله عادل، فضل الرحمن رحمني، عمران جنت، ناصر خان عمر، یونس خان احمدزی او ضیاالرحمن اکبر شامل دي.


احتیاطي لوبغاړي


عبدالرحیم منګل، منیر احمد کاکړ او نقیب الله ننګرهاری


افغان پرمختیایی لوبډله به سبا له کابل څخه د زمبابوې په لور روانه شي او هلته به د زمبابوې د الف لوبډلې پروړاندې ۵ یو ورځینۍ لوبې د جنوری ۲۷ مه، ۲۹ مه، ۳۱ مه او د فبروری په ۳ مه او ۵ مه نیټه د ترسره کړي.


د افغانستان کرکټ بورډ رهبري وایی هیله لرو چی یاده لوبډله مو هیواد او هیوادوالو ته د ملي لوبډلې په څیر سترې بریاوې ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *