د کرکټ د روزونکو لپاره کورس پرانستل شو
افغانستان کرکټ بورډ اداره کې د غوره مهارتونو ( Center of Excellence )د مرکز له لوري د زونونو د روزونکو ظرفیت لوړولو، څلور ورځنی کورس پرانیستل شو.
د دغه مرکز مشر دولت احمدزي وايی چې د یاد مرکز له لوري یې د پنځو زونونو د روزونکو ترڅنګ د تر ۱۲ کالو کم عمره روزونکو د روزنې د تخنیکونو ۴ ورځنی کورس دایر کړی.
د ده په خبره دا کورس به څلور ورځې دوام وکړي، چې په یاد کورس کې به د پنځو زونونو روزونکي له دې کورس وروسته په زونونو کې د شپاړلس کلنو لوبغاړو او ځوانانو د روزنې چارې مخته یوسي.
نوموړي همدار راز زیاته کړه چې د غوره مهارتونو مرکز په پام کې لري چې د ټولو ولایتونو د لوبغاړو پر تخنیک، تاکتیک، فزیکل فیټنیس او هغه لوبغاړي چې اوټ اف پام دي یا یې فزیکل فیټنیس کې ستونزه وي کار کیږي او بیا به لوبو ته اماده کیږي.
د ده په خبره ددغه مرکز هدف دا ده چې د ملي لوبغاړو او کورني کرکټ ترمنځ د تخنیک او فزیکل فیټنیس واټن له منځه یوسي او د کورني کرکټ بنیاد پياوړ جوړ کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییوي رییس دوست محمد نظري د دغه مرکز په اړه وویل چې له اسټرالیا او هند وروسته دریم هېواد افغانستان دی چې د غوره مهارتونو مرکز له لارې د لوبغاړو د ظرفیت لوړولو له پاره کار کوي.
نوموړ وویل چې ددغه مرکز له لارې به د لوړو مهارتونو کورسونه دایریږي او هم به د ملي لوبغاړو ترڅنګ ټول لوبغاړو باندې کار کوي، ترڅو په تخنیکي ډول یې لوبو ته اماده کړي.
دوست محمد نظري په خپلو خبرو کې وویل چې دغه مرکز به همدا ډول د لوبغاړو سره پر انفرادي توګه کار کوي او د هغوی د لوبو ویډیوګانې به څیړي او د هغې له مخې به د لوبغاړو د وړتیا لوړولو لپاره کار کوي.