د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه

تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د انګلیستان او جنوبي افریقا ترمنځ له وروستۍ ټیسټلوبې (ټیست سریز) وروسته د لوبغاړو نوې درجه بندي اعلان کړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي د ټیست په ۱۰ تر ټولو ښو باولرانو کې د هند جدیجه لومړی او د انګلیستان جېمز انډرسن دوهم بلل شوي دي.

د هند ایشون درېم، د استرالیا جوش هیزل ووډ څلورم او د سریلانکا رنګانا پنځم بلل شوي دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا پراساس په ال رونډرانو کې د هند جدیجه لومړی، د بنګله دېش شکېب الحسن دوهم، د هند ایشون درېم، د انګلیستان معین علي څلورم او د انګلیستان بن ستوکس پنځم ځای لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا له تازه درجه بندۍ سره سم تر ټولو ښه پېټسمن د استرالیا کیپتان سټیون سمیت دی.

ورپسې د انګلیستان جور روټ او د هند چینیشور پچارا دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *