آی سي سي نوې درجه بندي اعلان کړه، په ۱۰ غوره لوبغاړو کې افغان لوبغاړی هم راغلی

تېره ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا د لوبډلو او لوبغاړو نوې درجه بندي اعلان کړه. د کرېکټ نړیوالې شورا ټېسټ، نړیوالې یوې ورځنۍ او شل اوریزو لوبو لپاره هم د لوبډلو او هم لوبغاړو درجه بندي اعلان کړه.

دغه نوې درجه بندي کې ملي لوبډلې ټېسټ، یوې ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې خپل پخوانی مقام ساتلی. افغانستان ټېسټ او نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې د نړۍ لسمه او شل اوریزو لوبو کې بیا اتمه غوره لوبډله ده.

د لوبغاړو درجه بندۍ کې بیا اکثره برخو کې افغان لوبغاړي، په ځانگړی ډول راشد خان د پرمختگ په ځای شاتگ کړی.
ټېسټ لوبو کې د لوبغاړو درجه بندي
۱- توپ وهونکي

ټېسټ لوبو کې هېڅ افغان توپ وهونکی لس غوره توپ وهونکو کې شامل نه دي. دغې درجه بندۍ کې اصغر افغان، رحمت شاه او ابرهیم ځدران هغه درې توپ وهونکي دي چې سل غوره لوبغاړو کې شامل دي. دغه درې لوبغاړي په ترتیب سره ۶۱م، ۶۳م او ۷۳م مقام خپل کړي.
۲- توپ اچوونکی

د توپ وهنې په څېر د ټېسټ لوبو توپ اچوونکو برخه کې هم افغان لوبغاړي لس غوره لوبغاړو کې شامل نه دي. توپ وهوونکو کې هم درې لوبغاړي ۱۰۰ غوره لوبغاړي کې شامل دي، چې له دې ډلې څخه راشد خان ۳۶م، یمین احمدزی ۴۸م او وقار سلام‌خېل ۹۸م مقام خپل کړی.
۳- ال – راونډر

دغه برخه کې هم یوازې دوه افغان لوبغاړي ۱۰۰ غوره لوبغاړو کې شامل دي. ټېسټ لوبو کې راشد خان ۳۶م او یمین احمدزی ۱۰۰م غوره ال – راونډر دی او جالبه دا ده چې دغه لېست کې د محمد نبي نوم نه ترسترگو کېږي.
نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې د لوبغاړي درجه بندي
۱- توپ وهونکي

د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو د توپ وهنې درجه بندۍ کې هم هېڅ افغان توپ وهونکی ۱۰ غوره لوبغاړو کې شامل نه دي، خو ۱۰۰ غوره توپ وهونکو کې بیا اته لوبغاړي شامل دی. د توپ وهونکو درجه بندۍ کې رحمت شاه ۳۹م، محمد شهزاد ۵۲م، نجیب الله ځدران ۶۳م، محمد نبي ۶۸م، حشمت الله شهیدي ۷۰م، اصغر افغان ۷۶م، گلبدین نایب ۹۴م او راشد خان ۹۷م مقام خپل کړی.
۲- توپ اچوونکي

د توپ اچوونکو په برخه کې مجیب الرحمن نوې درجه بندۍ کې پرمختگ کړی او د نړۍ درېیم غوره توپ اچوونکی مقام يي خپل کړی. راشد خان ۱۱م، محمد نبي ۱۹م، دولت ځدران ۶۷م، افتاب عالم ۷۲م، گلبدین نایب ۷۸م او حمید حسن ۸۹م مقام خپل کړی.
۳- ال – راونډر

دغه برخه کې دوه افغان لوبغاړي ۱۰ غوره لوبغاړو کې شامل دي. یوې ورځنیو لوبو کې محمد نبي دوهم او راشد خان پنځم غوره ال – راونډر دی. د یادونې ده چې راشد خان له دې وړاندې دغه درجه بندۍ کې څلورم مقام درلود. له دې سربېره گلبدین نایب ۳۶م، مجیب الرحمن ۴۵م، رحمت شاه ۷۳م او دولت ځدران ۸۹م مقام سره ۱۰۰ غوره ال – راونډرانو کې شامل دي.
نړیوالې شل اوریزې لوبې
۱- توپ وهونکي

د توپ وهونکو برخه کې یوازې حضرت الله ځاځی شپږم مقام خپلولو سره لس غوره لوبغاړو کې شامل دی. له دې سربېره محمد نبي۲۴م، نجیب الله ځدران ۴۷م، اصغر افغان ۵۹م، سمیع الله شینواري ۶۹م او عثمان غني ۱۰۰م مقام خپلولو سره ۱۰۰ غوره لوبغاړو کې شامل دي.
۲- توپ اچوونکي

د توپ اچوونکو په برخه کې راشد خان لومړی او مجیب الرحمن اتم مقام خپلولو سره ۱۰ غوره لوبغاړو کې شامل دي. دغې درجه بندۍ کې محمد نبي ۱۳م او کریم جنت ۷۴م مقام خپل کړي.
۳- ال – راونډر

د ال – راونډرانو برخه کې په شکېب الحسن بندیز څخه وروسته محمد نبي د نړۍ لومړی مقام خپل کړ. سمیع الله شینواري ۱۴م، راشد خان ۳۶م، گلبدین نایب ۴۷م او کریم جنت ۸۵م مقام خپلولو سره ۱۰۰ غوره لوبغاړو کې شامل دي.