د شلو روپېو توپ ته به لس ملګرو پېسې ټولولې

شمشاد رحیم

((داسې وخت و چی د شلو روپیو بال لپاره به لس ملګرو پیسې راپیدا کولې، خو اوس بال یو نفر هم اخیستی شي مګر لوبی ته لس ملګري نه شي راپیدا کولی.))

 دې خبرې سره ما یو ‌‌‌‌‌‌ډول ټکان وخوړ او د پېښور وخت یې رایاد کړ. خدای شاهد دی رښتیا ده هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډیره مینه وه، الفت و او ‌‌‌‌‌‌اړیکې ‌‌‌‌‌ښې وې.

 یوې لهظې ته مې ذهن ته راغلل ممکن موږ هغه وخت کم عمره وو، مسوولیتونه او بوختیاوې به نه وې، سرشاره وو او لوبې به مو کولې خو بېرته مې ژر رایاد شول ښه که موږ واړه وو هلته خو موږ لیدل نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ځوانانو هم ښه په جذبې، جوش او مینې لوبې کولې، له دې معلومیږي چې خبره د عمر نه ده خبره د دې دور ده چې سوشل می‌‌‌‌‌‌ډیا او ماشیني ژوند هر څه پیکه کړي.

 زما په فکر د پیښور خلک به اوس هم هغسې ژوندي خلک وي او ‌‌‌‌‌‌د پخوا په شان به خپل وخت ښه تېروي مګر زموږ نه بې روزګاري د سړیتوب وي او نه مصروفیت؛ هر شي کې افراط کوو.

 اخره جمله یې دا چې زموږ ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک لا تر اوسه هم تفریح او لوبو ته په بده ګوري، ځکه خو مشران، واړه په لږې شوخۍ او مستۍ هم رټي او دا ښه کار نه دی.