رایل مادرید د اروپا د کلبونو سوپرکپ وګوټ

تاند- د هسپانیا رایل مادرید د انګلیستان مانچستر یونایتید ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اروپا د کلبونو سوپر جام یې وګاټه.

مانچستر یونایتید او رایل مادرید د اروپا د سوپر کپ په سیالۍ کې مخامخ شول. په دې سیالۍ کې کاسیمیرو په ۲۴ مه دقیقه او ایسکو په ۵۲ دقیقه د رایل مادرید لپاره ګولونه ووهل.

د مانچستر یونایتید یوازینی ګول روملو لوکاکو په ۶۲ دقیقه وواهه.

په دې مسابقه کې د ریل مادرید کریستیانو رونالډو د سیالۍ په وروستیو شېبو کې میدان ته راووت.

ریل مادرید تر دې وړاندې د سږ کال د هسپانیا د غوره لیګ (لالیګا) جام هم ګټلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *