افغانستان دوهمه ۲۰ اوره سیالي هم له آیرالنډه وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /چهارشنبه/ له آیرلنډ څخه دوهمه نړیواله ۲۰ اوره سیالي په ۸۱ منډو وګټله.

نن هم بیټنګ افغان لوبډلې پیل کړ او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۱ منډې هدف وټاکه او دا ځل هم حضرت الله ځاځي خورا ښه بیټنګ وکړ.

ده په ۵۴ توپونو ۸۲ منډې وکړې. حضرت الله ځاځي ۷ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.

په نننۍ مسابقه کې له حضرت الله ځاځي سره کیپتان اصغر افغان هم ښه ملګرتیا وکړه. اصغر په ۳۴ توپونو ۳۷ منډې وکړې خو شهزاد د تېرې مسابقې خلاف ژر وسوځېد.

نجیب الله ځدراڼ په ۱۰ توپونو ۲۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد. محمد نبي په ۵ توپونو ۱۲ منډې وکړې.

افغانستان په داسې حال کې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي ول، ۱۶۰ منډې وکړې.

افغانستان په لومړۍ مسابقه کې هم ۱۶۰ منډې کړې وې.

په بیټنګ کې، چې د افغانستان د قوت ټکی ګڼل کېږي، افغانان لا ښه وځلېدل. دوی آیرلنډ دا ځل پرېښنود چې د خپلو منډو شمېر افغانستان ته نژدې کړي. د دوی ټول لوبغاړي په ۱۵ اور په داسې حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۷۹ منډې کړې وې.

راشد ارمان ۴ او مجیب الرحمان ۳ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

افتاب عالم، فرید احمد او محمد نبي هم یو – یو ویکټ واخیست.

افتاب په ۲ اورونو کې د یوه ویکټ ترڅنګ یوازې ۷ منډې ورکړې چې تر ټولو اقتصادي باولر شو.

مجیب په ۴ اورونو کې ۱۷، راشد خان په ۳ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې.

د دې مسابقې پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.