د راشد خان له بنسټ سره د یوې نړیوالې کمپنۍ د ملاتړ اعلان
تاند- د درمل جوړولو نړیوالې کمپنۍ ټینیتوس ۹۱۱ اعلان وکړ چې د افغان یتیمانو د ملاتړ لپاره د افغانستان د کرکټ له نامتو لوبغاړي راشد خان سره مرسته کوي.
راشد خان په وروستیو کې له یتیمو او بېوزلو افغان ماشومانو سره د روغتیا او تعلیم په برخو کې د کومک لپاره یو بنسټ جوړ کړ.
راشد خان د اګست په دیارلسمه خپل بنسټ یا فونډېشن د ټویټر له لارې اعلان کړ.
تینیتوس ۹۱۱ (Tinnitus 911)، چې مرکز یې په کلورادو کې دی، وايي چې په درسته نړۍ کې د یتیمانو په اړه د عامه پوهاوي هڅه کوي او اوس چې دغه تکړه افغان لوبغاړي هڅه پیل کړې چې په خپل هیواد کې له یتیمانو او بېوزلو ماشومانو سره مرسته وکړي، دوی ورسره مرستې ته تیار دي.