د لوګر د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

(مرغومي -۱۱) د لوګر کرکټ لوبغالی چې د ولایتي ادارې په خاصو هلو ځلو سره د هندوستان هېواد په مالي کومک او د (( اقتصاد وزارت )) په همکارۍ په (۱۵) جریبه ځمکه کې جوړ یږي، ټول ساختماني کارونه یې د (۵) لکه امریکایي ډالرو په لګښت سره جوړیږي.

د لوګر د کرکټ لوبغالي د جوړېدو په مناسبت مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي ، د کرکټ بورډ پخواني مشر نسیم الله دانش،د کرکټ بورډ نوي مشر لطف الله عاطف مشعل، په ولسي جرګه کې د پکتیا استازی څمکني، د لوګر دخلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړو ولایتي شورا ریس او غړو ، امنیه قوندان، ملي امنیت رئیس، د ادارو رئیسانو، مدني فعالانو،د رسنیو خبریالانو او د کرکټ ګڼ شمېر مینه والو ګډون کړی وو.

2مراسمو ته د لوګر والي په خبرو کې پدې خوښي وښوده چې نن د لوګر د کرکټ لوبغالي د جوړیدو چارې پیل شوې، والي وویل مونږ له ځانه سره ریښتیني اتلان لرو، زمونږ اتل باید تعریف ولري ځکه اتل هغه دی چې هیواد په خوله تویولو جوړوي نه په وینه تویولو ، اتلان هغه دې چې د مثبت رقابت انګیزه هیوادوالو ته ورکوي، زمونږ اتلان هغه دې چې د ماتي په وخت کې مقابل ته تبریکي وایي او خپله ماتې مني. اتل د ملي وحدت سبمول وي ، وخت او د ډسپلین پیژندونکي وي ، اتل هیواد ته ویاړونه راوړي نه شرم، اتل په ټوله نړۍ کې ملي بیرغ رپوي او پدې وسیله هیوادوال د همدې بیرغ لاندې یوځای ساتي.

زمونږ اتلان هغه دي چې هغوی ته خلک له ډوډۍ پرته انتظار کوي او خپل مصرف په خپله کوي.

اتلولي په زور نه وي په چل او فریب نه وي او اتلولي په لاسته راوړنو او افتخاراتو باندې وي او د کرکټ لوبغاړي ځکه اتلان دي چې د ځوانانو منځ کې د ملي یوالي احساس او شعور رامنځ ته کوي او د شعاري کړنو پرځای شعوري کړنو ته هڅوي.

لوګر والي اعلان وکړ چې مونږ به په لوګر ولایت کې د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته یوه نمره ځمکه ورکوو چې د کرکټ بورډ له چارواکو څخه یې وغوښتل چې نومونه یې مونږ ته راولیږي.

حلیم فدایي زیاته کړه چې ورزش د سولې سمبول او لوبغاړي مو د سولې سفیران دي، دوی د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په ډېر کم وخت کې د سپورټ په نړۍ کې هسک کړ.

والي له ځوانانو مننه وکړه چې نن یې د خپلو لوبغاړ راتګ ته انتظار وکړ او خپله مینه ثابته کړه.

د کرکټ بورډ ادارې نوي مشر عاطف مشعل له ادارې ،امنیتي،کشفي او دفاعي ځواکونو او په ټوله کې د دې ولایت له ځوانانو او د ورزش له مینه والو مننه وکړه چې د ورزش سره خاصه مینه لري او د دوی راتګ په ویاړ یې منظم ترتیبات نیولي دي .

نوموړي د کرکټ لوبغالي په جوړېدو کې دلوګر ولایتي ادارې له هلو ځلو ، د هندوستان هېواد له مالي مرستې او همکاریو مننه وکړه .

مشعل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې مونږ به د لوګر کرکټ لوبغالي ته جدي توجه کوو او که هرڅومره مصرف پرې رازي مونږ به یې پرې کوو ترڅو یو ښه معیاري میدان ولرو ځکه مونږ په لوګر ولایت کې د کرکټ مینوال او په ملي لوبډله کې د دې ولایت زیات لوبغاړي لرو.

مشعل وعده وکړه چې مونږ به د دې میدان د ناستې لپاره ځای هم جوړو او که هرڅومره مصرف پرې رازي.

عاطف مشعل وړاندې وویل زمونږ دغه سفر هدف د سولې پیغام ورکول وو چې ځوانانو په ریښتیاهم خپله مینه وښودله.

د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت، په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي څمکني، د ولسي جرګې غړی حاجي اکبر ستانکزي هم خبرې وکړې او په لوګر ولایت کې د کرکټ میدان په جوړیدو یې خوښي وښوده.

وروسته د لوګر ولایت مقام لخوا میلمنو او د کرکټ ملي لوبغاړو ته ځانګړي وارډونه، لونګۍ او دګلانو ګیډۍ ډالۍ شوې.

وروسته د لوګر والي د ولسي جرګې غړو او د کرکټ بورډ مشرانو او د کرکټ ملي لوبغاړو لخوا د لوګر ولایت د لوبغالي د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه .

د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

One thought on “د لوګر د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

  1. داخو ډیرښه کاروشو خوچی ځمکه یی لږپراخه نیولی وی نویولوی نړیوال میدان به مودرلودلی وی اودابه دلوګرولایت لپاره یوه غټه لاسته راوړنه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *