په خوست کرکټ لوبغالي کې د ۵ زره د نندارچیانو لپاه د ناستی ځای جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سرپرست مشر حاجی عزیز الله فضلي نن د کرکټ بورډ ادارې د رسنیو په تالار کې له فیضي مجددي ودانیز شرکت سره د خوست لوبغالي کې د ننداره چیانو د ناستې ځای جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست عمومي ريیس حاجي عزیزالله فضلي وویل چې د خوست په لوبغالي کې د سیل کوونکو د لا هوساینې له پاره مو فیضي مجددي شرکت سره د پنځه زره سیل کوونکو د ناستې ځایونو جوړولو له پاره قرارداد لاسلیک کړ، چې په راتلونکو اتو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کرکټ بورډ اجراییوي مرستیال دوست محمد نظري وویل چې د خوست په لوبغالي کې د سیل کوونکو له پاره پخوا د لسو زرو کسانو د ناستي ځای و، چې د مینه والو له پاره کافي نه و او اوس کرکټ بورډ د پنځه زره نورو نندار چیانو د ناستې ځایونه جوړوي چې په دې سره به د خوست کرکټ لوبغالی په راتلونکي کې د ۱۵۰۰۰ پنځلس زره سیل کوونکو له پار معیاري د ناستې ځایونه ولري.

د فیضي مجددي ودانیز شرکت ريس حاجي عبدالواسع صالحي وویل چې د دوی ساختماني شرکت به د هغه قرارداد له مخې چې کرکټ بورډ ادارې سره یې لاسلیک کړی، د سیل کوونکو ځایونه په معیار برابر په اتو میاشتو کې بشپړه کړي.

د یادونې وړ ده چې په خوست کې د کرکټ سیالیو لپاره نوی رغول شوی میدان، المان سفارت Part rip Foundation په مالي مرسته د الاسکا د انجینرۍ او ساختماني شرکت لخوا د ( ۵۹۵,۰۰۰ ) ۵ لکه او ۹۵ زره ایرو په لګښت په دوه کلونو کې بشپړې شوی، دغه لوبغالی د یو دوه پوړیزه پویلین، چمن، د اوبو سیستم او اکاډمي تر څنګ په یو وخت کې د لس زره تنو نندارچیانو ظرفیت لري، خو کرکټ بورډ ادارې د نوي پلان او قرارداد له مخې چې د فیضي مجددي ودانیز شرکت سره یې لاسلیک کړ د ۵ زره تنه نورو سیل کوونکو د ځایدو لپاره هم د ناستې ځایونه جوړ کړي، چې لګښت به یې د افغانستان کرکټ بورډ ورکوي چې له جوړیدو سره به یې په یو وخت کې ۱۵۰۰۰ زره تنه د لوبې ننداره وکولی شي.

پاتې دې نه وي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا به په نیږدې راتلونکي کې د دغه لوبغالي د پرانیستې مراسم په شاندارو مراسمو کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *