د خوست کرکټ لوبغالی به د ۷ زره ننداره چیانو لپاره ظرفیت ولري

ولید خپلواک

 د خوست په کرکټ لوبغالي کې د زیاتو نندارچیانو د ځاې برابرولو چارې په چټکې سره روانې دي چې اوسمهال یې ۹۹ سلنه چارې بشپړ شوې دي.

 افغان کرکټ بورډ دغه لوبغالې د پخوا په پرتله د څه باندې دوه چنده نندارچیانو لپاره برابروي چې په راتلونکو ۲ اوونېو کې به یې رغنیزې چارې سل سلنه بشپړې شي.

 یاد لوبغالي وړاندې یواځې د ۳ زره ننداره چیانو د ناستې ظرفیت درلود چې د نویو ځای ناستو جوړولو سره به د ۷ زره کسانو د ناستی ظرفیت پیدا کړی.

 د یادونې وړ ده چې د زیاتو نندارچیانو د ځای ناستي جوړولو له پاره شرکت ته ۳ میاشت وخت ورکړل شوې و، خو د شرکت د مالي ستونزو له کبله دغه رغنیزې چارې د ډېرې مودې لپاره ځنډېدلې وې چې اوسمهال پرې يو ځل بيا په چټکۍ سره کار روان دی.

 د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم څه موده وړاندې خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کرکټ لوبغالي له رغنیزو چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې د شرکت مسوولینو ته سپارښتنه کړې وه چې په لوبغالي کې د نندارچیانو د ځای ناستي د پراخېدو په موخه ټولې ور سپارل شوې چارو په لوړ کیفیت او ښه توګه ترسره کړي.