لېورپول د انګلیستان د غوره لیګ په سر کې

تاند- د انګلیستان د فوټبال په غوره لیګ کې تراوسه پورې هرې لوبډلې ۳ مسابقې کړي دي.

د دوی په منځ کې د لېورپول امتیازونه ډېر دي او د جدول په سر کې دی.

لېورپول، ټاتنم، چیلسي او واټفورډ هر یو ۳ امتیازونه لري خو د لېورپول د ګولونو تفاوت ډېر دی او له همدې کبله له لېورپول څخه وروسته ۳ ټیمونه په یو بل پسې په جدول کې راغلي دي.

د انګلیستان د فوټبال غوره لیګ د نړۍ په غوره لیګونو کې تر ټولو جذاب بلل کېږي.