د افغانستان او آیرلنډ کرکټ لوبډلې په ۴ مه یو ورځینۍ سیالۍ کې

تاند- د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په څلورمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

که افغانستان دا مسابقه وګټله د یو ورځینیو سیالیو لوبلړۍ یا سیریز ګټي خو که آیرلنډ بریالی شو، پنځمه یو ورځینۍ سیالي به د دواړو ټیمونو په منځ کې د دې لوبلړۍ ګټونکی معلوم کړي.

افغانستان تراوسه پوري نه یوازې له آیرلنډه ۲۰ اوره سیالۍ ګټلي بلکې په درو یو ورځنیو سیالیو کې یې دوې ګټلي دي خو آیرلنډ په یوه کې بریالی شوی دی.

تمه ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې او روزونکو به یې د نننۍ مسابقې لپاره په ځانګړي ډول د آیرلنډ د تکړه لوبغاړي سټیرلینګ لپاره د نوموړي تېرو لوبو ته په کتو ښه پلان جوړ کړی وي.

سټیرلینګ په لومړۍ سیالي کې ۶۸، په دوهمه کې د ۶ افغان لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ ۹۵ او په درېمه کې ۹۹ منډې جوړې کړې.

له تېرو لوبو داسي ښکاري چې افغان لوبغاړي، سره له دې چې آیرلنډ په یو ورځنیو لوبو کې تر افغانستان ښه ریکارډ لري، پیاوړي دي.

نننۍ سیالي به ثابته کړي چې دواړه ټیمونه مساوي کېږي او که افغانستان برلاسی دی.

مسابقه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمې (۸:۳۰)  بجې پیلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *